استرالیا پایلوبه کې انګلینډ ته په ستر توپیر ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۲مه ۱۳۹۳ل): نن د هندوستان، انګلینډ او استرالیا هیوادونو تر منځ د یو ورځینو سیالیو پایلوبه وه. دغه لوبه کې استرالیا د انګلینډ لوبډلې ته په ۱۱۲ منډو ماتې ورکړه او د دغو سیالیو جام يي خپل کړ.

د لوبې پچه انګلینډي لوبډل مشر وګتله او ډګر ساتنې پریکړه يي وکړه. استرالیا ټاکل شوي پنځوس اورونو کې خپل ۸ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۷۸ منډې جوړې کړې.

نننۍ لوبه کې د استرالیا لپاره میکسویل په ۹۸ توپونو ۹۵ منډې، مارش په ۶۸ توپونو ۶۰ منډې او سمیت په ۵۰ توپونو ۴۰ منډې جوړې کړې. دغه لوبه کې فالکنر په ۲۴ توپونو ۵۰ منډو جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

دغه لوبه کې د انګلینډ لپاره بروډ درې او انډرسن دوه ویکټې اخیستلو سره ښه وځلیدل. بروډ خپل ۱۰ اورونو کې ۵۵ او انډرسن خپل ۱۰ اورونو کې ۳۸ منډې ورکړې.

انګلینډ لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نشو کړای او د لوبې په ۳۹.۱ اورونو کې ۱۶۶ منډو جوړولو سره خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړ او دغه لوبه يي په ستر توپیر د استرالیا په ګټه وبایلله.

د انګلینډ لپاره بوپارا په ۵۹ توپونو ۳۳ منډې او محمد علي په ۳۰ توپونو ۲۶ منډې جوړولو سره غوره توپ وهونکي ثابت شول.

د استرالیا توپ اچووونکي غوره توپ اچونه وکړه او د انګلینډ لوبغاړو ته يي د منډو جوړولو اجازه ورنکړه. نننۍ لوبه کې د استرالیا لپاره میکسویل ۴، جونسن ۳، هزلووډ ۲ او فالکنر یوه ویکټه واخیسته.

میکسویل خپل ۹ اورنو کې ۴۶، جونسن خپل ۷ اورونو کې ۲۷، هزلووډ خپل ۶.۱ اورنو کې ۱۳ او فالکنر خپل ۲.۳ اورونو کې ۱۱ منډې ورکړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د