افغانستان

د ګډ حکومت لومړنیو ۸ وزیرانو لوړه وکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۲مه ۱۳۹۳ل): د شاوخوا څلورو میاشتو په تېریدو ګډ حکومت په لومړي ځل موفق شو چې اته وزیران یې د ولسي جرګې څخه د تایید رایه ترلاسه او لوړه وکړي.

د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ګډ حکومت اتو وزیرانو چې څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې لخوا د باور رایه ترلاسه کړه، نن یې په ارک کې د لوړې مراسم ترسره کړل.

د لوړې مراسم چې نن د مازدیګر وروسته په ارګ کې ترسره شول، د ګډ حکومت دواړو مشرانو سربېره د دوی مرستیالانو شتون درلود.

د خبرپاڼې له مخې صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو وزیر، اکلیل حکیمي د ماليې وزیر، نور الحق علومي کورنیو چارو وزیر، ډاکتر فیروزالدین فیروز د عامې روغتیا وزیر، داوود شاه صبا د کانونو او پیټرولیم وزیر، فیض محمد عثماني د حج اوقافو وزیر، سید حسین عالمي بلخي د مهاجرینو د بېرته ستنیدو د چارو وزیر او انجنیر نصیراحمد درانی د کلیو د پراختیا وزیر په توګه لوړه وکړه.

خبرپاڼه زیاتوي چې وزیرانو په دې لوړه وکړه دوی په دې لوړه وکړه چې د اسلام دین ملاتړ خو د قانوني اساسي او افغانستان د نورو قوانینو رعایت به کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او په کابل کې د امریکا سفیر په امر جوړ شوی ګډ حکومت د جوړیدو شاوخوا ۴ میاشتې تیرې شوې خو حکومت په لومړي ځل وتوانید چې لومړي وزیران يې د ولسي جرګې څخه د تایید رایه ترلاسه او نن پر کار پیل کړي.

۸ وزیران په داسې حال کې لوړه کوي چې د ګډ حکومت دوهم مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د اشرف غني د لوري د سترې محکمې د رییس د ټاکنې سره سخت مخالفت ښودلی دی او دواړه مشرانو یو ځل بیا د څوکیو پر سر ناندرۍ پیل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x