افغانستان

جرمني په سمنګانو کې د بريښنا د توليد دوه مرکزونه جوړوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۲مه، ۱۳۹۳ل): جرمني د هېواد شمال سمنګان ولايت کې د بريښنا د توليد دوه مرکزونه جوړوي.

راپورونه وايي، چې د دغو مرکزونو بودجه به د جرمني حکومت ورکوي، چې شاوخوا ۱۳ميليونه امريکايي ډالر لګښت پرې راځي.
د چارواکو په وينا د بريښنا د توليد دواړه مرکزونه به د سمنګان ولايت په ايبکو او پير نغچير ښارونو کې جوړيږي.

د سمنګان ولايت چارواکي وايي، چې د بريښنا پر دواړو مرکزونو کار راون دی او دې سره به سمنګان ولايت ډېر پرمختګ وکړي او دواړه مرکزونه به له لس زرو زياتو کورونو بريښنا ورکوي.

افغانستان لپاره د المان د مرستو او بيا رغونې ټيم مشر ډاکټر مارټين وايي، چې هېواد يې د افغانستان په بيا رغونه کې د زړه له کومې برخه اخلي او غواړي، چې د دوی مرستې د افغانستان د ښاري او کليوالو خلکو ژوند کې بدلون راولي.

راپور کې راغلي، چې د بريښنا دغه دواړه مرکزونه د جرمني په مالي مرسته جوړيږي او شاوخوا ديارلس ميليونه امريکايي ډالر لګښت پرې راځي.

المان د هېواد شمال بلخ، بغلان او سمنګان ولايتونو کې د بريښنا او ګڼو نورو پروژو کې افغانستان سره مرسته کوي.

بايد وويل شي، چې د تېرو ديارلسو کالو په ترڅ کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې، چې د مرستو او بيا رغونې په نوم څومره کارونه شوي، ډېری يې د خلکو له لومړيتوبونو څخه نه دي او سربېره پر دې ډېرې پروژې د فساد له امله په لنډ وخت کې کار پرېږدي.

افغانان تل شکايت کوي، چې د نيمه بريښنا پر ځای دوی د اوبو کاريزونو، ژورو څاه ګانو، اصلاح شوو توخمونو او داسې نورو اړينو موادو ته اړتيا لري، مګر بهرني هېوادونه يوازې د خپلو پروګرامونو د پلي کولو په موخه پروژې پر مخ بيايي او په دې اړه د سيمې له خلکو سره سلا مشورې نه کوي او نه هم د خلکو اړتياوې په نظر کې نيول کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x