افغانستان

بیړنی خبر: دروزګان ولایت مقام ته وسلوال ننوتلي ،جګړه روانه ده

.له سیمې نه په تازه رارسیدلي خبر کې راغلي چي دروزګان ولایت مقام او شاوخوا ودانیو ته شپږ تنه وسلوال طالبان له خپلو سپکو او درنو سلو سره ننوتلي ، دولایت دننه جګړه روانه ده . له سیمې نه تازه وروستي رارسیدلي خبرونه وايي چې دامنیتي عسکرو او طالب وسلوالو ترمنځ اوس هم جګړه روانه ده ،دولایت دننه د اوو درنو چاودنو اوازونه اوریدل شوي طالبانو دپیښې پړه پر غاړه اخیستي ، دطالبانو ویاند قاری یوسف احمدي رسنیو ته ویلي چې ددوي شپږ تنه مجاهدینو له خپلو سپکو او درنو وسلو سره دولایت مقام او ورڅیرمه دولتي ودانیو ته ننوتلي او په جګړه بوخت دي، نوموړي زیاتوي په جګړه کې دښمن ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو دقیقې شمیرې په اړه دم ګړی څه نشي ویلاي .

داپیښه په داسي حال کې رامنځ ته کیږی چې یوه اوونۍ وړاندي د روزګان ولایت پخواني والي او د ولسمشر کرزي مشاورجان محمد خان او ددې ولایت یو بل وکیل محمدهاشم خان  په کابل کې دطالبانو له لوري په یوه سرښندونکي برید کې ووژل شو.

احمد بریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x