افغانستان

کرزی: لویدیځ دې له اسلام سره چلند بدل کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۲مه، ۱۳۹۳ل): پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې لویدیځ دې له اسلام سره په چلند کې بدلون راولي.

حامد کرزي نن ـ یکشنبه ـ په کابل کې د «اعتدال او تفریط دویمه ناسته » کې په هغه لویدیځ د اسلام په وړاندې د تندروۍ نیوکې وکړي چې دی يې واک ته رسولی و.

دغه ناسته چې په کابل کې نړیوالو ته د «متعدل اسلام» د ور معرفي په پلمه جوړه شوې وه، پکې د ګډ حکومت اجرايو رییس او پخوانیو جهادي مشرانو هم ګډون کړی و.

حامد کرزي په لویدیځ غږ وکړ چې له مسلمانانو او اسلام سره په چلند کې دې بدلون راولي، کرزي وویل چې له دوو سوو کلونو راهیسې افراط د استعمار او استثمار وسیله ګرځېدله چې په خبره يې لویدیځوال هم له دې وسلې کار اخلي.

په دغه ناسته کې د ګډ حکومت دویم مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم خبرې وکړي او ويې ویل چې طالبان او داعش د اسلام پېژندنې سمې وسیلې نه دي، د هغه په خبره دی نه پوهېږي چې هغوی د خپل جنګ فتواوې له کومه کړې.

د متعدل اسلام د معرفي په دې ناسته کې د افغانستان د اعتدال د مرکز مشر نعمت الله شهراني او بهرنیانو هم ګډون درلود.

حامد کرزی په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د امریکايي یرغل په پایله کې واک ته ورسید چې د امریکا په مرسته پیل کړې جګړه يې لا هم دوام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hameed

وایی د لیونی په …..ونه را شنه شوه وایی ویلی یی چی خیر سایه ته به یی کښینم په ډبل دولا هم اوس همدغه چم شوی خو زه به د ده ددی سوال په ځواب کی ‌ډیر وړاندی نه ځم په ډیر نژدی کی به یی ځواب ورکړم یعنی له کوم چا سره چی د اوس اتلاف کړی حزب اسلامی د ارغندیوال څانګه داخو یی لا په خپل ځای پریږده چی سلګونه علما او منورین په داخل د نظام کی بعضی وکیل صاحبان او همداشان ځینی د سیاسی چارو پوهان خارج له هیواد نه د امریکایانو له حضور سره په… نور لوستل »

pattang

Hameed خانه اسلام علیکم !
دا فاسدين په هيڅ هم نه شرميږي دخپلو ګټو لپاره خپل ناموس هم خرڅوي !
مجاهدين يانې څه ؟ عجيبه منطق او سپين سترګي ! ځان مجاهد بولم خو دالري معاش مې صلیبي اشغالګر راکوي !
تف لانت پر داسې چټلو عنا صرو !

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x