نړۍ

مصر د الجزيرې خبريال پيټر ګريسټې خوشې کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۲مه، ۱۳۹۳ل): عربي رسنۍ د مصري چارواکو له قوله وايي، چې د الجزيرې تلويزون استراليايي خبريال پيټر ګريسټې يې خوشې کړی او ډېر ژر به يې له خپل هېواده وباسي.

مصري چارواکي وايي، چې پيټر ګريسټې يې د ولسمشر عبدالفتاح السيسي د ځانګړي فرمان له مخې خوشې کړی دی.

د منتخب ولسمشر محمد مرسي پر ضد له پوځي کودتا وروسته پيټر ګريسټې او د هغه دوه نور همکاران مصري الاصله کاناډايي محمد فهمي او باهر محمد ۲۰۱۳م کال کې د کودتايي رژيم له خوا د اخوان المسلمين د ملاتړ او درواغو خبرونو د خپرولو په تور نيول شوي وو.

رويټرز خبري اژانس د مصري چارواکو له قوله ليکلي، چې پيټر ګريسټې له بنده خلاص شوی او خپل هېواد استراليا ته روان شوی دی.

الجزيرې تلويزوني شبکې د ښاغلي ګريسټې د خلاصون پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې مصري چارواکي بايد د دوی دوه نور همکاران محمد فهمي او باهر محمد هم ژر تر ژره خوشې کړي.

د مصر لويې څارنوالۍ د روانې مياشتې په پيل کې د الجزيرې پر درې واړو خبريالانو د اخوان المسلمين د ملاتړ او درواغو خبرونو د خپرولو تورونه يو ځل بيا تازه کړل او زياته يې کړه، چې درې واړه ژورناليستان بايد د محکمې تر وروستۍ پرېکړې په زندان کې وي.

دغو درې واړو ژورناليستانو د مصري حکومت تورونه په کلکه رد کړي او په خپل موقف کې يې ټينګار کوي، چې دوی يوازې رښتوني خبرونه خپاره کړي او د هيڅ ګوند او سياسي ډلې ملاتړ يې نه دی کړی.

د پېښو څارونکي وايي، چې د ښاغلي ګريسټې خوشې کول د مصر او قطر هېواد د اړيکو د نرمولو نښه بلل کيږي او له دې مخکې د سعودي مړ شوي پاچا عبدالله هڅې پيل کړې وې، چې د قطر او مصر تر منځ شخړې هوارې کړي.

کارپوهان وايي، چې د پيټر ګريسټې خوشې کول د مصر له لوري د نرمې غاړې وړلو په معنا دي او کېدای شي له دې وروسته قطر هم مصر سر خپلې اړيکې خوږې کړي او دا هم ويل کيږي، چې الجزيزه تلويزون به د مصري رژيم پر ضد له تبليغاتو لاس واخلي او يا به لږ تر لږه د سيسي حکومت پر ضد خپرونو کې کمی راولي.

د تېر کال جون مياشت کې مصري محکمې پيټر ګريسټې او فهمي پر اووه اووه او باهر محمد پر لس کاله بند محکوم کړي وو، بيا محکمې دغه پرېکړه رد کړه او د روان کال جنوري مياشت په پیل کې يې يو ځل بيا د درې واړو ژورناليستانو محاکمه پيل کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x