په نبوي سنتو کې علمي اعجاز (4) غوســــه او نبوي اعجاز

حامد افغان

دلته په غوسه او غضب تفصیلي بحث کوم لکه د غوسې پیژندنه، د غوسې ډولونه او درجې، اسباب، بدي، ټولنیزې ستونزې، د غوسې په اړه قراني ایتونه او نبوي لارښونې، د غوسې په اړه نبوي اعجاز، له غوسې د ځان ژغورلو لارې چارې او داسې نور.. له بده مرغه زموږ په ټولنه کې غوسه او غوسه ناک خلک ډېر دي، ځکه مو نسبت ډېرو قومونو ته په ټولیزه توګه اخلاقي ستونزې زیاتې دي، او د همدې غوسې او د زغم د کمښت لامله موږ له لویو ستونزو سره مخامخ شوي یو او لا هم ورسره لاس او ګریوان یو.

غوسه د انسان هغه معلوم انفعالي حالت دی چې د تیري او غچ اخیستلو په مهال رامنځته کیږي، او ټول انسانان یې پیژني، داسې څوک به نه وي چې غوسه نه پیژني، له غوسې هر څوک کرکه کوي او غندي یې د غوسې له ګټو تاوان ډېر ده، غوسه په اکثره وختونو کې ناروغي ده او درمل نه ده لکه ویل کیږي: غوسه د عقل دښمنه ده لکه لیوه چې د میږو دښمن دی، غوسه هغه انساني صفت ده چې هر چا ته تاوان رسوي د غوسې په حالت کې عقل مغـلوب شي او د عقل په مغلوبیت کې غوسې نیولی انسان د خیر او ګټې کار نه د شر او تاوان کار کوي. الغضب آداب وأحكام د. نايف بن أحمد الحمد.

د غوسې په حالت کې د انسان ظاهر او باطن دواړه بدل شي د انسان رنګ تغیر شي، ځیني اندامونه یې په لړزا شي شکل یې واوړي او په غیر منظمه توګه کړنې ترسره کیږي، که غوسې نیولی انسان د غوسې په حالت کې خپل شکل او نادر حالت وویني له شرمه به یې غوسه ختمه شي، دا یې د ظاهري حالت بدلون ده او د غوسې په حالت کې د انسان باطن تردې بدتر او ډېر خراب وي زړه یې له عقدو او کینو ډک وي او ګڼ شمیر بدي او بد مرغي یې په زړه کې نغښتې وي، اصلاً د ظاهر تغیر او بدلون د باطن له هغه نه سرچینه اخلي، او د ظاهر او باطن د دې دواړو بدو تغیرونو په پایله کې چې غوسې نیولی انسان خوله خلاصه کړي نو امن پناه! په سپکو سپورو، ښکنځلو او هیڅ ډول فحش خبرو صرفه نه کوي، او د لاس او پښو یې چې څه وس رسیږي هغه هم کاروي. سبل السلام 7/ 133.

د غوسې په اړه څو ایتونه او حدیثونه

د غوسې بدي صراحةً یو ځای راغلې ده او بل ځای ضمناً راغلې ده، او دریم ځای د غوسې پرېښودلو ته هڅونه شوې ده، دا په څو قراني ایتونو او نبوي حدیثو کې، لاندې لومړی له ژباړې سره څو ایتونه را اخلم او بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم څو حدیثونه.

1. غوسه په قرآن كريم کې

په قرانکریم کې الله جل جلاله د مومنانو د صفتونو د بیان په ترڅ کې فرمایي: ﴿وَالَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ وَإِذَا مَا غَضِبُوا هُمْ يَغْفِرُونَ﴾ [الشورى: 37]. یعني او مومنان هغه دي چې له لویو ګناهونو او فواحشو ځانونه ژغوري او مومنان هغه دي چې کله په غوسه شي نو دوی بښنه کوي.

بل ځای قرانکریم د مومنانو په ستاینه کې وایي : ﴿الَّذِينَ يُنفِقُونَ فِي السَّرَّاء وَالضَّرَّاء وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ وَاللّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ﴾ [آل عمران: 134]. یعني مومنان هغه څوک دي چې په اساني او سختي کې خیراتونه کوي او غوسه زغمونکي وي او خلکو ته بښنه کوونکي وي او الله له نیکي کوونکو سره مینه کوي.

2. غوسه په نبوي حدیثو کې

ابو هریره رضي الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: پیاوړی هغه نه دی چې خلک راغورځوي، پیاوړی هغه دی چې د غوسې په ورخت کې ځان کنترولولی شي. عن أبي هريرة رضي الله عنه: أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: ليس الشديد بالصرعة إنما الشديد الذي يملك نفسه عند الغضب. أخرجه البخاري في صحيحه كتاب الأدب/ باب الحذر من الغضب 5/ 2267.

امام ابن بطال رحمه الله د دې حدیث په شرحه کې وایي: له نفس سره جهاد له دښمن سره له جهاد نه سخت ده ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم د غوسې په مهال په ځان کنترول لرونکی ترټولو پیاوړی بللی دی. فتح الباري شرح صحيح البخاري 10/ 520.

معاذ بن انس الجهني رضي الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې کولی شي غوسه عملي کړي خو بیا هم غوسه وزغمي، الله به یې د قیامت په ورځ د ټولو مخلوقاتو په مخکي راوغواړي، په حورو کې به اختیار ورکړي او چې کومي یې خوښي وي هغه به ورته نکاح کړي. عن معاذ بن أنس الجهني رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: من كظم غيظاً وهو قادر على أن ينفذه دعاه الله على رؤوس الخلائق يوم القيامة حتى يخيره من الحور العين فيزوجه منها ما شاء. أخرجه الترمذي 4/ 372 برقم 2021 .

ابو هریره رضي الله عنه وایي: یوه سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: وصیت راته وکړه، هغه ورته وویل: غوسه مه کوه، هغه سړي بیا بیا ورته وویل: وصیت راته وکړه، هغه همدا ورته ویل: غوسه مه کوه. عن أبي هريرة رضي الله عنه: أن رجلا قال للنبي صلى الله عليه وسلم أوصني قال: لا تغضب، فردد مرارا قال: لا تغضب. أخرجه البخاري في صحيحه كتاب الأدب/ باب الحذر من الغضب 5/ 2267.

امام الخطابي رحمه الله د دې حدیث په شرحه کې لیکي: د ” لا تغضب ” یعني غوسه مه کوه جملې مطلب دا ده چې له هغو اسبابو ځان وژغوره چې غوسه راپاروي او له نفس غوسې نه منعه نه شي کیدلی، ځکه غوسه طبیعي شی ده له طبعیته نه شي لیري کیدلی، او رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله چاته وصیت کاوه د هر سړي حالت ته به یې کتل او د هغه له حالت او مزاج سره سم به یې هغه ته وصیت کاوه، او داسې برېښي چې دا سړی غوسه ناک و ځکه یې څو ځله همدا یوه خبره ورته وکړه چې: غوسه مه کوه. فتح الباري شرح صحيح البخاري 10/ 520.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د