حامد کرزی: بخښنه غوښتل د ولسي وګړ ژوند بیرته نه سي را ګرځولای

hamid_karzai_kabulنن ټکی آسیا: د افغانستان ولس مشر حامد کرزي د کاپيسا ولایت په الاسای ولسوالۍ کی د فرنسوي ځواکونو له خوا د ملکی وګړو وژل کیدل په کلکه سره وغندل او وې ویل چي بخښنه د ملکي وګړو ژوند بیرته نه سي را ګرځوالی.

په دغه اړه د ولسمشر د ماڼۍ څخه په یوه خبرپاڼه کي ویل شوي چي بهرنیو ځواکونو د کاپيسا په ولایت کي پر هغه موټر ډزی وکړي چي ددوی پر لور ور روان وو،

چي له کبله يې په موټر کي سپاره کسان په شهادت ورسیدل، او په دغو کسانو کي یوه امیدواره میرمن، یو کوچنی او یو نارینه وو، چي ټول په شهادت ورسول شول.

د خبرپاڼي له مخکي په کابل کي د فرنسې سفیر د ولس مشر د ماڼي سره په تلیفوني تماس کي پيښه تایید کړه او بخښنه يې وغوښته، خو ولس مشر دغه پيښه په کلکه سره وغندل او ووې ویل چي بخښنه غوښتل د ملکي کسانو ژوند بیرته نه سي را ګرځوالای.

حامد کرزي یو ځل بیا د ناټو د ځواکونو څخه غوښتنه وکړه چي په وار وار غلطیو سره د ملکي خلکو ژوند نور وانخلي، او د هغوی د ژوند د ساتلو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

باید وویل شي چي امریکايي او ناټو ځواکونو په دې ورستیو کي زیات شمېر بی ګناه افغانان ووژل، او په تیرو دوو ورځو کې دوه ځله یو وار په خوست بیا په د وردګ ولایت کي د یوې ډاکټري میرمن عاقله حکمت او د هغې د کورنیو د غړو پر وژنه بخښنه هم وغوښتل.

خو ولس مشر خپل هغه تاریخي وینا چي په کښي ویلي وو چي که ناټو او امریکايي ځواکونه خپل دغه غلطیاني تکرار کړي، او عام خلک ووژني، نو دوی به ورته د اشغالګرو خطاب ورکړي، او بیا افغانان پوهیږي چي د اشغالګرو سره څرنګه چلند وکړي، بیخي هیره کړي، او ډیر ځله يې د ملکي کسانو د مرګ خبره پورته کړې هم نه ده.

Normal 0 false false false EN-US X-NONE AR-SA MicrosoftInternetExplorer4

نن ټکی آسیا: د افغانستان ولس مشر حامد کرزي د کاپيسا ولایت په الاسای ولسوالۍ کی د فرنسوي ځواکونو له خوا د ملکی وګړو وژل کیدل په کلکه سره وغندل او وې ویل چي بخښنه د ملکي وګړو ژوند بیرته نه سي را ګرځوالی.

په دغه اړه د ولسمشر د ماڼۍ څخه په یوه خبرپاڼه کي ویل شوي چي بهرنیو ځواکونو د کاپيسا په ولایت کي پر هغه موټر ډزی وکړي چي ددوی پر لور ور روان وو، چي له کبله يې په موټر کي سپاره کسان په شهادت ورسیدل، او په دغو کسانو کي یوه امیدواره میرمن، یو کوچنی او یو نارینه وو، چي ټول په شهادت ورسول شول.

د خبرپاڼي له مخکي په کابل کي د فرنسې سفیر د ولس مشر د ماڼي سره په تلیفوني تماس کي پيښه تایید کړه او بخښنه يې وغوښته، خو ولس مشر دغه پيښه په کلکه سره وغندل او ووې ویل چي بخښنه غوښتل د ملکي کسانو ژوند بیرته نه سي را ګرځوالای.

حامد کرزي یو ځل بیا د ناټو د ځواکونو څخه غوښتنه وکړه چي په وار وار غلطیو سره د ملکي خلکو ژوند نور وانخلي، او د هغوی د ژوند د ساتلو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

باید وویل شي چي امریکايي او ناټو ځواکونو په دې ورستیو کي زیات شمېر بی ګناه افغانان ووژل، او په تیرو دوو ورځو کې دوه ځله یو وار په خوست بیا په د وردګ ولایت کي د یوې ډاکټري میرمن عاقله حکمت او د هغې د کورنیو د غړو پر وژنه بخښنه هم وغوښتل.

خو ولس مشر خپل هغه تاریخي وینا چي په کښي ویلي وو چي که ناټو او امریکايي ځواکونه خپل دغه غلطیاني تکرار کړي، او عام خلک ووژني، نو دوی به ورته د اشغالګرو خطاب ورکړي، او بیا افغانان پوهیږي چي د اشغالګرو سره څرنګه چلند وکړي، بیخي هیره کړي، او ډیر ځله يې د ملکي کسانو د مرګ خبره پورته کړې هم نه ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د