ادبي لیکني

«ښه» نه هــېرول

حامد افغان

میوه به یې په لاس کې وه هره ورځ به روغتون ته د ده پوښتنې ته راتلو، ډېر ځنډ به ورسره و خوراک به یې هم ورته تیار کړ او بیا به ولاړ، یوه ورځ د درمل ورکولو په مهال روغتیاپالې ورته وویل: الله دي ستا زوی لا ښه سړی کړي، هره ورځ درته راځي او څومره ښه خدمت دي کوي، ناروغ سپینږیری چوپ پاته شو، په سترګو کې یې اوښکې ډنډ شوې .. لیږ ځنډ وروسته یې کیسه داسې پیل کړه:

کاش داسې زوی مې لرلی، دا زموږ د کلي یتیم دی، پلار یې چې ومړ یوه ورځ مې د جومات خواته په ژړا ولید، کرار مې کړ، دکان ته مې بوتلو او خواږه مې ورته واخیستل، ډېره موده وروسته چې خبر شو زه او میرمن مې په کور کې یواځي پاته یو کور ته به راغی راسره ناست به و، زموږ ډېر خدمت به یې کاوه، آن تر دا نن ورځې پوري، زه چې ناروغ شوم او میرمني مې دلته راوړم ته یې وینې دلته هم هره ورځ راځي، یوه ورځ مې وپوښتی چې زویه! څه وجه ده زموږ سره دومره ښېګڼه کوې؟ راته موسکی شو او زیاته یې کړه: بابا! هاغه د دکان د خوږو .. خوند مې اوس هم په خوله کې ده!! .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

رښتیا هم تر بې پاس او احسان فراموش انسان څخه سپی ښه ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x