افغانستان

د لغمان په مرکز مهترلام بابا کې د چاودنې غږ اوریدل شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۱۳مه ۱۳۹۳ل): د لغمان ولایت په مرکز مهترلام بابا کې د چاودنې غږ اوریدل شوې.

لومړني راپورونه وايي چې په چاودنه کې چاته تلفات نه دي اوښتي.

په تېرو څو ورځو کې د لغمان ولایت په مرکز څخه د چاودنو خبر ورکول کیږي.

تېره ورځ ددغه ولایت د مرکز اړوند سیمه پهلوان بابا کې لومړی د اربکیانو په یوه قومندان چاودنه وشوه او وروسته د نوموړي په جنازه چې د لغمان امنیتي چارواکي ورته راغلي وو، چاودنه وشوه.

د لغمان په چاودنه کې د امنیه قومندان جنايي مدیر ، ۴ پولیسو په شمول ۱۶ کسان ووژل شول او تر ۳۰ زیات نور ټپیان شول.

ختیځ ولایتونو کې لغمان د نا ارامو ولایتونو څخه شمېرل کیږي. ددغه ولایت په زیاتو ولسوالیو طالبان واکمن دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x