د نن سرلیکنه

سوله ییزې مظاهرې او جګړه مار «پولیس»/سرلیکنه

نن ټکی اسیا: سرلیکنه: کابل د روانې اوونۍ په شروع کې یو ځل بیا د مظلومو انسانانو د وینو تویولو شاهد و. د تره خېلو په سیمه کې کابل ښاریانو د تېر اوونۍ د لاریونونو په دوام د ګستاخې فرانسوۍ مجلې «چارلي ایبډو» پر ضد لاریونونه وکړ. مګر دا لاریون له تېرو هغو سره توپیر درلود. دا ځل «زموږ» پولیسو د فرانسوۍ مجلې په ننګه زموږ پر هغو ښاریانو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ننګه راوتلي وو، د ټوپکو ګولۍ وورولې.

له دې پېښې سره د حامد کرزي د موقتې ادارې هغه لاریون د سړي سترګو ته ودرېږي چې د موقتې ادارې پولیسو د کابل پوهنتون پر محصلینو د ټوپکو شپېلۍ واړولې. هغه وخت څو تنه محصلین شهیدان شول. د دې لپاره چې موقته ادارې نوې رامنځته شوې وه او د شمال ټلوالې د لنډغرو واک ډېر و نو هغه پېښې داسې توجیه شوه چې لا مو پولیس نه دي روزل شوي ځکه داسې پېښې کېږي.

اوس چې څوارلس کاله کېږي او د امریکایانو په خبره د امنیتي مسئولیت د انتقال پروسه هم بشپړه شوه او ګواکې د ټول هېواد امنیت کورنیو وسله والو په غاړه اخیستی، بیا ولې داسې پېښه وشي؟

په هغې ويډیو کې چې پولیس ښکارېدل چې سوټي په لاس د ولسي او غریبکارو د موټري ښيښې ماتوي او مظاهر چیانو ته سپکې سپورې وايي، نو د پولیسو او کوڅه ډبو وسله والو ترمنځ فرق نه شي کېدی. د پولیسو سوټي په لاسونو کې وي، سپکې سپورې وايي، د عامو خلکو د موټرو ښيښې ماتوي او مظاهر چیانو په مخه کړي دي. له دې پېښې سره سره هره شپه طلوع تلویزون په خپلو خبرونو کې داسې تشویقي رپوټونو خپروي چې ګواکې ولس له وسله والو ځواکونو څخه ملاتړ کوي. شاید د شنبې د ورځې حادثې د پولیسو او امنیتیانو هغه ولسي ملاتړ ښکاره کړی وي.

د افغان حکومت په چوکاټ کې چې نن تر ۳۵۰،۰۰۰ پورې یې وسله وال ځواکونه ګڼل کېږي د دوی ډېره برخه د پخوانیو قومندانو هغه جنایتکاره او غله وسله وال دي چې نن یې یوازې یونیفورمونه بدل شوي دي نور په هماغه کلچر چي دوی پرې عادت شوي دي ولس سره چلند کوي. د دوی اخلاق او رویه د تنظیمي جګړو له لنډه غرو سره کوم خاص تفاوت نه لري. هغوی هم د خپل ولس پر ضد همداسې خشن او زشت و او دوی هم دغسې دي. یوازې یونیفورمونه نه شي کولای چې د یوه هېواد وسله وال ځواک وګڼل شي.

هم د دفاع وزارت او هم د کورنیو چارو وزارت مسئولیت څو مسلسل کلونه د شمال ټلوالې د لنډه غرو په لاس کې و. د دې بدنامې ټلوالې نفوذ او اثر پر ملي ځواکونو ډېر ښکاره دی. دا تاثیرات هغه وخت ډېر واضح شي چې کله دوی له ولس سره دغسې یو تعامل وکړي. دا ځواکونه په هيڅ صورت د پولیسو په فرهنګ بلد نه دي. په کوڅه ډب فرهنګ عادت شوي اوس نه شي کولای چې د ښار امنیت او نظم تامین کړای شي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ننګه راوتلیو لاریون کوونکو باندې ډزو څخه یو بله پایله دا هم راووځي چې د پولیسو په یونیفورم کې لنډه‌غر یواځې د هغو لاریونونو چې په نیکر او پتلون کې د اسلام، مسلمان او اسلامي ټولنو پر ضد راوتلي وي، تعداد یې له لسګونه نه اوړي، ښه ساتنه او ښه امنیت ورته نیسي، لسګونه عسکر يې امنیت ته درولي وي، په ساعتونو ساعتونو یې ورته لاره بنده کړي وي، څو نیکر او پتلون کې راوتلي لاریون کوونکي ښه په ارام زړه خپل لاریون وکړی، خو که د رسول الله په ننګه، د دین په ننګه، د مسلمان په ننګه بیا څوک په خیرنو وطني جامو کې په پګړۍ کې په واسکټ کې راووځي، انجام یې د لنډه‌غرو لخوا د ټوپک مرمۍ او شهادت وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x