افغانستان

کندهار او هرات کې ۱۱ پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۱۳مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په جنوب، لویدیځ او ختیځ ولایتونو کې په بېلا بېلو بریدونو کې لږ تر لږه د ۱۱ پولیسو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

له کندهار نه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې تیره شپه دکندهار په میوند ولسوالۍ کې دوو افغان عسکرو دخپلې پوستې قومندان (انګار) او ۷ تنه نور پولیس وژلي، وسلې او نور پوځي وسایل یې له ځان سره وړي.

راپور زیاتوي چې دا پیښه د میوند په کوکې دښتې په سیمه کې رامنځ ته شوې.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک ویلي چې تېره شپه په ميوند ولسوالۍ کې د پوليسو ترمنځ خپلمنځي نښته شوې ده.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په خپلې ټیوټر پاڼې  ددې پېښې مسؤلیت منلی او ویلي یې دي دواړه بریدګر  د دوی نفوذي او دستوري کسان وو چې له زیاته وخته د همدې هدف لپاره د پولیسو په لیکو کې ځای پر ځای  شوي وو.

طالبان وايي چې بریدګر دوی ته ورغلي او  ځان سره ۲ ثقیل ماشیندار ۶ میله کلاشینکوف او نور مهمات راوړي دي.

درې ورځې وړاندي دکابل په هوايي ډګر کې هم یو تن افغان عسکر مخامخ په خارجیانو برید وکړ درې تنه بهرنیان یې ووژل او یو تن یې ټپي کړ.

د یو بل خبر له مخې د هرات ولایت په په چشت ولسوالۍ کې د پولیسو په یوې پوستې دطالبانو په برید کې ۴ پولیس وژل شوي دي.

د چشت ولسوالۍ امنیه قومندان غلام رسول خان د برید د پخلي سربېره ویلي چې په برید کې ۴ پولیسو وژل شوي، ۳ ټپیان شوي، څو طالبانو ژوندي نیولي او یو یې له طالبانو سره تښتیدلی دی.

طالبانو تر دې مهاله د برید په اړه تر دې مهاله څه نه دي ویلي.

په عین حال کې طالبانو ویلي چې نن سهار ۹ بجې د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د پولیسو په رینجرو غبرګې چاودنې کړي چې په ترڅ کې ۴ پولیس وژل شوي او ۹ نور «مرګوني ټپیان دي».

دولتي سرچېنو تر دې مهاله ددغه برید په اړه څرګندونې نه دي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x