افغانستان

تاجكستان وافغانستان ته راتلونكي مياشت كي 220 كيلواټه بریښنا صادرول پیل کوي

afghanistan_inport_electricity(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۲۷) تاجکستان به افغانستان ته د 220 کیلو واټه برېښنا صادرول راتلونکې میاشت پیل کړي. د تاجکستان د برېښنا مرستیال وزیر وايي، چې په دې هېواد کې د برېښنايي تاسیساتو د جوړولو کار بشپړ شوی، خو د افغانستان په خاوره کې د نا امنیو له امله له خنډ سره مخ شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د برېښنا د تولید ګڼ شمېر ظرفیتونه شتون لري، خو دولت یې په اړه پاملرنه نه کوي.

د تاجکستان د انرژۍ وزیر پولاد محی الدین وايي، چې افغانستان ته د پل خمري د توده سنګ له لارې د تاجکستان د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا د صادرولو چارې به راتلونکې میاشت پیل شي: « د افغانستان په خاوره کې د نا امنۍ او سیاسي ناوړه وضعیت له امله د یادې برېښنا د انتقال چارې ځنډېدلې دي. په داسې حال کې، چې دغه چارې په تاجکستان کې ګټه اخستنې ته سپارل شوې» د دواړو خواوو د تړون پربنسټ، په یوه ساعت کې د هر کیلو واټ برېښنا بیه به ۳.۵ سنټه وي، چې هر کال به ۲ سله لوړه شي. دا په داسې حال کې ده، چې له ازبکستانه د هر کلیواټ برېښنا بیه ۷،۵ سنټو ته رسیږي. تاجکستان غواړي، چې په په لومړیو دوو میاشتو کې افغانستان ته له ۵۰ تر ۷۰ مېګاواټه برېښنا ورسوي، چې د دواړو هېوادونو د توافق له مې دغه کچه باید په ساعت کې ۱۵۰ مېګاواټه ته ورسیږي. خو تاجیک چارواکي وايي، چې دغه کچه برېښنا به دمني په موسم کې قطع شي. کار پوهان واييو چې د اوبو او انرژۍ وزات وايي، چې د نړیوالې ټولنې د میلیادونو ډالرو مرستې او په هېواد کې دبرېښنا د تولید پر ګڼو ظرفیتونو سربېره دغه وزارت نه دی بریالی شوی، چې یوازې د پلازمېنې کابل برېښنا پوره کړي. په دغه ښار کې د برېښنا د کمښت له امله نه یوازې صنعتي او تجاري فرصتونه محدود شوي، بلکې خلک لاهم په تیاره کې شپې سبا کوي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x