افغانستان

ننګرهار: د طورخم د حق العبور مدیر ووژل شو

nangerhar_attackنن ټکی آسیا: د طورخم د حق العبور مدیر د نامعلومو وسلوالو په برید کي ووژل شو.

دغه مدیر چي زبیر نومیدی، نن يې موټر د طورخم-جلال اباد پر لویه لار د بټي کوټ د ولسوالۍ په یوه اړونده سیمه کی تر وسله وال برید لاندي راغلی، چي پر ترڅ کې نومړی ووژل شو.

د نومړي کورنۍ ویلي چي هغه د حق العبور د مدیر او مسئول په توګه په اونۍ کي یو ځل د حق العبور پیسې د طورخم څخه جلال اباد ته راوړلې..

چي نن ورسره یاده پيښه را منځته شول.

دوی زیاته کړې چي دده یو بل تن ملګری د وسلوالو له خوا د پيسو سره تښتول شوی.

د ننګرهار چارواکو د پيښي تصدیق کړی او پلټني يې پيل کړي دي.

خو تر اوسه طالبانو ددې برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x