افغانستان

طالبانو د بګرام هوايي اډې دننه لسګونه عسکر مسموم کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۱۳مه ۱۳۹۳ل): طالبان وايي چې د هېواد تر ټولو سترې پوځي اډې بګرام کې یې لسګونه عسکر مسموم کړي دي.

طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې په یوه ځانګړي تکتیک سره یې د بګرام هوايي ډګر دننه ګڼ شمېر عسکر مسموم کړي دي.

طالب ویاند د لسګونو عسکرو د مړه او مرګوني ناروغان کيدو ادعا هم کړې.

ددې خبر د خپریدو تر شېبې دولتی چارواکو د مجاهد د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

د یو بل خبر له مخې طالبانو ویلي چې نن د سلواغې په ۱۳مه یې د بګرام هوايي اډه په توغندیو ویشتلې ده. طالبانو د تلفاتو په اړه دقیق څه نه دي ویلي خو د زیات شمېر مرګ ژوبلې د اوښتو ادعا یې کړې.

په بګرام هوايي ډګر د توغندیو ویشتلو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې بېګا شپه ناوخته د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د طالبانو ۲ نفوذي عسکرو د یوه قومندان په شمول ۷ پولیس وژلي دي.

د کندهار ولایت د والي ویاند صمیم خپلواک پېښه تایید کړې خو په اړه يې جزییات نه دي ورکړي.

همدا راز د هرات ولایت په چشت ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه برید کې ۴ پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د چشت امنیتي چارواکي د پېښې د پخلي سربېره ویلي چې طالبانو د پوستې شاوخوا ماینونه خښ کړي او هیڅوک نشي کولای چې پوستې ته ورشي څو د وژل شوو جسدونه له پوستې پورته کړي.

په عین حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د پولیسو پر موټرو غبرګې چاودنې کړي چې له کبله یې ۴ پولیس وژل شوي او ۹ نور ځای پر ځای ټپیان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x