
طالبانو ۱۶۹ تنه دولتي کارکوونکي له خپلو دندو زړه توري کړي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۱۲مه، ۱۳۹۳ل): طالبان وايي چې دوی په تېره میلادي میاشت کې ۱۶۹تنه دولتي کارکوونکي د خپل بلنیز کمیسیون په هڅو له دولتي دندو زړه توري کړي دي او د ځان ملګري کړي يې دي.
د طالبانو د دعوت، ارشاد، جلب او جذب د کمیسیون په میاشتني راپور کې راغلي چې دوی د دې کمیسیون له لارې پورته شمېر دولتي کارکوونکي له دولتي دندو لاس پر سر کړي دي.
د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تسلیم شويو کسانو له ځانو سره بېلابېل ډولونه وسلې، مخابرې او نور مهمات ور وړي دي.
خبرپاڼه کاږي: «د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یوځای شوو هیوادوالو وعده وکړه چې نور به د خپل دین او وطن له خارجي او داخلي مزدورانو سره هیڅ راز تعلق نه ساتي، د خپل مظلوم ولس او مجاهدینو وروڼو سره به همکاري کوي، ترڅو لوی خدای جل جلاله ژرترژره زموږ له ویاړلې خاوري څخه د کفر، فسق، اشغال، فحشاء او ګمراهیو کرغېړن ټغرټول کړي او د مسلمانانو د خوښي یو سوچه اسلامي واکمني رامنځته کړي چې ټول افغانان پرې راټول شي .»
خبرپاڼه وړاندې وايي چې د اسلامي امارت د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون مشرانو دوی ته هرکلی ووایه او په جایزو يې ونازول.
طالبانو تېره میاشت هم د نږدې دوه سوه تنو دولتي مسوولینو د تسلیمۍ خبر ورکړ، چې د دوی د یاد کمیسیون میاشتني مفصل راپورونه د هغوی په رسمي برېښنا پاڼه کې خپرېږي.
یاده دې وي د طالبانو د پراخو ژمنیو جنګي فعالیتونو تر څنګ د دوی دعوتي کار ته عام ولس ډېر خوښ دی او له دوی يې غوښتي چې په دې برخه کې خپلې هڅې لا هم ګړندۍ کړي، تر څو د جګړې ټغر ورو ورو ور ټول شي.