
بدخشان: سختو واورو د ۱۷ ولسوالیو لارې بندې کړي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۱۳مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په شمالي ولایت بدخشان کې د پرلپسې ۳ ورځو سختو واورو له کبله ددغه ولایت د ۱۷ ولسوالیو لارې بندې شوي.
د پژواک د راپور پر اساس په دغو ولسوالیو کې راغستان، کوهستان، یاوان، شهربزرگ، ارگو، درایم، تيشکان، ارغنچخواه، شغنان، زیباک، اشکاشم او واخان ولسوالۍ دي چې د بدخشان د مرکز سره يې مواصلاتي لارې تړل شوي.
سربېره پر دې د ماهمي، نسي، شکي، کوفاب او خواهان ولسوالۍ چې خلک یې غذايي توکو پسې د شاوخوا ۳ ورځو مزل وروسته د بدخشان مرکز ته رسیږي، لارې یې تړل شوي دي.
د بدخشان ولایت د طبیعي پېښو د ادارې رییس عبدالله همایون ویلي چې تر دې دمه د واورو له کبله د ځاني او مالي تلفاتو خبر نه دی ورکړل شوی خو که واورو وریدل ادامه وکړي، ښایي خلکو ته ډيرې ستونزې پيدا کړي.
نوموړي زیاته کړې چې په ځانګړي توګه د وړو ماشومانو، امیندوارو ښځو د له منځه تللو ویره ډيره شته دی، ځکه د لارو د بندیدو له کبله روغتیايي مرکزونو ته یې انتقال ستونزمن دی.
د سولې د شورا رییس او په ولایتي شورا کې خواښان ولسوالۍ پخواني استازي عبدالواحد طیبي ددغې ولسوالۍ د حوض شاه سیمې د اوسیدونکو کښت سږ کال ښه نه و او حتا خلک ونه توانیدل چې د را روان کال لپاره تخم لاسته راوړي. ددغې ولسوالۍ اوسیدونکي د غذا له سخت کمښت سره مخ دي.
طبیبي زیاته کړې چې تېر کال د لارو د بندیدو له کبله ۳ ښځې مړې شوې وې.
د حوض شاه اوسیدونکي وايي چې په سیمه کې یې یو نیم متر واوره وریدلې، د سیمې اوسیدونکي له خپلو کلیو د غذايي موادو راوړلو پسې د ولسوالۍ بازار ته نشي تللی.
بدخشان ولایت چې اکثریت سیمې یې غریزې دي او لارې یې هم جوړې نه دي، د تاجکستان، پاکستان او چین سره پوله لري.