افغانستان

ننګرهار : طالبانو د څلورو سړو تښتوونکو له منګولو یو سوداګر وژغوره

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۳مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو د ننګرهار په سره رود ولسوالي کې څلور تنه تښتوونکي ونیول او د هغوی له منګولو يې د سیمې یو سوداګر ژغورلی دی.

طالبانو دغه څلور تښتوونکي پرون ـ یکشنبه ـ د سره رود ولسوالي په مربوطاتو کې ونیول او د محمد عمر په نامه سوداګر يې ترې ژغورلی دی.

طالبان وايي چې تښتوونکو دغه سوداګر دوه ورځې وړاندې تښتوولی و، چې له دوی سره يې یوه ورځ هم تېره کړې وه، خو وروسته له هغه د طالبانو ښکار شول چې طالبانو يې د نیولو په موخه ورته کمین ونیو.

طالبانو سوداګر د دوی له منګولو ژغورلی او تښتوونکی يې د دوی په خبره د «اسلامي امارت » محکمې ته سپارلي دي.

د روانې لمریزې میاشتې په دویمه هم طالبانو د ننګرهار په چپرهار کې څلور تنه غله له غلا شویو مالونو سره جوخت ونیول.

په سیمه کې واکدارو طالبانو دغه څلور تنه غله د پاس صبر او لاندې صبر په سیمو کې له هغو مالونو سره یوځای نیولي چې څو ورځې وړاندې يې په سیمه کې له خلکو نه د لویو لارو په سر او د هغوی له کورونو وړي وو.

د سیمې خلک د طالبانو له دې اقدام خوښ دي او وايي چې په ټوله سیمه کې دې څلورو تنو وېره خپره کړې وه، چې له خلکو سره د مال او سر ويره وه.

یاده دې وي طالبانو په دې وروستیو کې نه یواځې خپله جګړیزه برخه فعاله ساتلې، بلکې د خلکو د ژوند د خوندیتوب او سمون په خاطر يې بېلابېل کمیسیونونه هم جوړ کړي، چې د دوی تر واک لاندې سیمو کې فعالیت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x