په افغانستان کې د جنګي ډلو تولید د امریکايي اشغال يوه بله خونړۍ برخه

لیکوال: عبدالرحيم (ثاقب)

د ننګرهار اسلامي پوهنتون پخوانی رییس

د تیرې سه شنبې په ورځ ځينو محلي رسنیو په بلخ ولایت کې د ( مرګ ډلې) په نوم د نویې وسله والې ډلې د راپیدا کیدو خبر ورورکړ . دا چې ولي زمونږ د هیواد په دغو نازکو شرائطو کې ورځ په ورځ نوې ، نوې ډلې راپیدا کیږي؟ او ولی هغوی وسله والې او بیا د ( مرګ ) په نوم نومول کیږي ؟ هغه خبرې دي چې په لاندې لیکنه کې لیږ په تفصیل ورباندې بحث کوو.

ولي د جنګي ډلو تولید او تکثر؟

د ۲۰۱۰ کال په وروستیو د (عرب پسرلی) حرکت تر پیلید وړاندې د امریکا د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن په نیویارک کې د امریکايي یهودانو کمیټې په کلنۍ غونډه کې اعلان وکړ چې په منځني ختیځ کې د امریکا د مخالفینو په وړاندې په امریکايي سیاست کې بدلون راغلی . د امریکا له مخالفینو څخه د هغوی موخه یواځې هغه اسلامي فکري تنظیمونه دي چې په منځنی ختیځ کې په تیرې شلمې پیړي کې تاسيس شوي.

د هیلري کلنټن د دغه اعلان په تعقیب سمدستي په تونس کې د دغه هیواد د واکمن زین العابدین پرخلاف ولسي پاڅون پیل شو دغه پاڅون په ډیرې چټکتیا سره لیبیا، یمن،سوریې ،اومصر ته ورسیدو او له سوريي پرته د نورو یادو هیوادونو دیکتاتوران یې یو په بل پسي له واکه وغورځول.

jangee dali 2l

دا دهغه منار تصویر دی چې په قلعه جنګی کی د امریکایی مایکل سپین په یاد جوړشوی.

دا هغه وخت وه چې امریکا په منځني ختیځ کې د خپلو مخالفینو په وړاندې خپله تګلاره بدله کړې وه ، په دې معنی چې امریکایانو غوښتل نور له مخالفینو سره د مواجهې او مقابلې پرځای هغوی له خپلو ولسونو سره په داخلي جګړو کې راګیر کړي تر څو له یوې خوا د تل لپاره په خپلو ولسونوکې بي باوره او له بلې خوا هلته د دوی په وسیله پیل شوې داخلي جګړې د یادو هیوادونو د تجزيي او په مستقیمه توګه امریکایانوته په هغو کې د پوځي مداخلې زمینه مساعده کړاي شي . هماغسي وشول په لیبیا کې د معمر القذافي د حکومت په نسکوریدو اوس نوموړی هیواد عملا تجزیه دی . په لیبیا کې اوس دوه بیل بیل حکومتونه ، دوه پارلمانه او دوه ملي پوځونه شتون لري او پر هغه سر بیره په یاد هیواد کې امریکايي کوماندو ځواکونه په خلاص مټ عملیات کوي چې په کال ۲۰۱۳ کې د لیبیا په پلازمینه طرابلس کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو لخوا د ابو انس اللیبی نیول او بیا امریکاته وړل هلته د امریکايي مستقیمې مداخلې ژوندۍ بیلګه ده. د لیبیا لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي برنادينو ليون (Bernardino León) د هغو څرګندونو پر اساس چې د ۲۰۱۴ کال د ۹ میاشې په ۱۳ نیټه یې له سي ان ،ان ټلویژوني شبکې سره د مرکې په ترڅ کې کړي په لیبیا کې د ډ ګر وال قذافي د حکومت له ړنګیدو وروسته په دې هیواد کې له ۱۷۰۰ تر ۲۰۰۰ ملیشه يي تشکیلات منځته راغلي چې هره ډله یې مستقل مسؤل لري او د مستقلو منابعو لخوا تمولیږي. همدا اوس دغه ټولې ډلې یو له بل سره په جګړه دي چې له امله یې په لسګونو زره لیبیايي وګړي مړه او ژوبل او یوه لیبیا په څو برخو ویشل شوې ده .

د امریکايي مرګ ډلی په لاس د معصومو شهیدانو زړه بوږنوونکی تصویرونه

د امریکايي مرګ ډلی په لاس د معصومو شهیدانو زړه بوږنوونکی تصویرونه

همداراز د هغه رپوټ له مخې چې د۲۰۱۴ کال د جنوري د میاشتې په ۲۱ نیټه د بي بي سي راډیو عربي څانګې په سوریه کې د وسله والو ډلو د فعالیت په اړه نشر کړی په هغه کې د سوریې د وسله والو ډلو شمیر تر۱۰۰۰ هم زیات ښودلی دی، چې له امله یې تیرکال په نوموړي هیواد کې یواځې د جبهة النصرة او داعش ډلې ترمنځ ۳۰۰۰ وسله وال په خپل منځي جګړو کې ووژل شول .

د جنګي ډلو او مرګ ټیمونو د جوړولو تر شا د چالاس دی ؟

په اسلامي هیوادونو کې د سیاسي او پوځي ډلو پر تکثر او تعدد سر بیره امریکایان او انګریزان د خپل نفوذ د خپراوي لپاره د مرګ ټیمونو (Death squads) په نوم خطر ناکې ډلې هم جوړوي .

هغوی د دغو خطرناکو ډلو د جوړ ولو لپاره د بلاک واټر (Black water) په څیر ځانګړې کمپنۍ توظیف کړي چې د دوی تر اشغال لاندې هیوادونو کې د حرفوي قاتلانو جنګي ډلې جوړي او خلګ پري ووژني.

دغه حرفوي ډلې د خلګو په منځ کې د وحشت په خپرولو سره د انسانانو پر وژلو خوند اخلي او په ډول ډول شکنجوسره يې وژني، دا نه چې هغوی یواځې خپل مخالفین وژني ؛ بلکي په هرڅه او هر چا چې یې لاس بریږي هغه په ډیر وحشت سره وژني ، په وژلو کې یې له ځانګړو اُسلوبو کار اخلي ، اوپه دې کار ویاړي .

په تیرو ۱۳ کلونو مونږ د ډیرو داسې زړه بوږنوونکو پیښو شاهدان و چې د امریکایانو د مرګ ډلو (Death squads) په کلیوالو سیموکې معصوم ځوانان وژلي او بیا يي له هغوي سره هم یادګاري تصویرونه اخیستي او هم یې د هغوي د بدن ځیني غړي له ځان سره دیاد ګار په توګه ساتلي.

ادیما

ادیما

دا چې د مرګ ډلې نوم یو ښکاره وحشي او جنایتکارانه نوم دی نو امریکايي او انګلیسي کمپنیو په افغانستان کې همدغه د مرګ ډلې په لاندې امنیتي نومونو نومولې:

۱ـ Security protection companies, (د امنیتي حفاظت شرکتونه)

۲ـ special operations forces ( د ځانګړیو عملیاتو ځواکونه

۳ـ Gung contractors, (امنيتي قراردادیان )

له دې پرته نورهم مختلف نومونه دي چې امریکايي استخباراتي ادارې سي ،آی ،اي او انګلیسي څارګره ادارې MI6 د مرګ ډلې په څیر د اُجرتي قاتلانو د جلبولو او بیا د خپلو ناوړه اهدافو ترلاسه کولو لپاره د نړي په بیلا بیلو برخو په خاصه توګه افغانستان او عراق کې جوړي کړې.

دغه شرکتونه مستقیما د سي ،آی ،اي او MI6 په تمویل د وروسته پاتي هیوادونو وګړي د پیسو په مقابل کې او یاهم د امریکايي او انګلیسي تابعیت تر لاسه کولو په عوض کې استخداموي او د هغوی اُجرت او امریکايي تابعیت ترلاسه کول هم د دوی په جرمي فعالیت پوري تړي ، یعني هرڅوک چې ډیر قتل او تخریب وکړي د هغه اُجرت ډیر او غربي تابعیت په عاجله توګه ورکول کیږي . امریکایان او انګریزان په دې خاطر د حرفوي جرمونو د تر سره کولو لپاره پورتني کمپنۍ او د هغوی کارکوونکي استخداموي چې خپل ځان له قانوني او قضايي تعقیب څخه خلاص کړي .

د نورو انسانانو د وژلو لپاره په اُجرتي ډول د انسان استخدامول د قانون خلاف او په نړیوالو قوانینوکې ممنوع عمل دی. له همدې امله امریکایان په ښکاره ډول نه غواړي خپل پوځیان د انسانانو په غیر قانوني وژنو اوبشري ضد فعالیتونو ککړ او تر قانوني مؤاخذې لاندې راولي ، بلكې هغوى دا ناقانونه کړنې په غیر مستقیم ډول د همدغو اُجرتي قاتلینو په زریعه تر سره کوي ؛ په امریکايي قانون کې اُجرتي عسکري فعالیت ممنوع دی خو امریکایان همدغو اُجرتي فعالینو(قاتلینو)ته ډیره اړتیالري نو هماغه ده چې خپله اړتیا د وروسته پاتې هیوادونو د بیروزګاره ځوانانو په جلبولو او په اُجرتي جګړو کې د هغوی په استخدامولو سره پوره کوي .

او دا هم د امریکایی ادیما تصویرونه دي چې د شمالی ټلوالی له مشهورو غړیو سره يي د خپل فعالیت په حال کې اخیستی .

او دا هم د امریکایی ادیما تصویرونه دي چې د شمالی ټلوالی له مشهورو غړیو سره يي د خپل فعالیت په حال کې اخیستی .

د غه اُجرتي کار کوونکي که وژل کیږي هم امریکایان ورباندې پروانه کوي ؛ ځکه چې هغوي امریکایان نه دي چې خپلوان يي دمرګ پوښتنه وکړي او کوم معاش یا اُجرت چې د خپل فعالیت په مقابل کې ترلاسه کوي د امریکايي پوځي د میاشتني لګښت په نسبت ډیر لیږ وي. هغوی دکومې خاصې عقیدې او مفکوره لپاره نه ؛ بلکې یواځې د مادي اُجرت او یاهم د امریکايي تابعیت ترلاسه کولو لپاره داسې وحشیانه جګړه کوي چې پرهیڅ ډول جنایت صرفه نه کوي ، تر دې چې هغوي له انسان وژني او ځورونې خوند اخلي. د هغوی فعالیت یواځې په قتل او تخریب پوري نه دی محصور بلکې د هیوادونو تخریب او د هغوي د ولسونو ترمنځ مختلف مذهبي ، قومي او نژادي اختلافات را پورته کول د دوی مسلکي حرفه وي. دغه اجرتي ډلې کله په مستقیم ډول د امریکایانو لخوا جوړیږي اوکله هم د هغوی د معتمدو همکارانو په مرسته ، په افغانستان کې دواړو ډلو په مختلفو ساحو کې خپل تخریبي فعالیت ترسره کړي .

په افغانستان کې اُجرتي قاتلان د چا تر حمايي لاندې کارول کیدای شي؟

امریکایان په افغانستان کې د مرګ ډلو جوړولو لپاره پخواني ۱۳ کلنه سابقه لري ، هغوي د لومړي ځل لپاره په کال ۲۰۰۱ د سپتمبر له پیښې سمدستې وروسته د امریکايي استخباراتو د ۵۹ کلن لوړرتبه چارواکي ګاري شروین (Gary Sherwin) په مرسته په افغانستان کې د خپلو مخالفینو طالبانو او القاعده د له منځه وړلو او ټکولو لپاره د شمالي ټلوالي له افرادو څخه د اُجرتي جنګیالیو کار واخیست . د (بُش په جنګ کې ) کتاب دغه جریانات په تفصیل سره لیکلي چې دلته راوړل يي د لیکنې د درازوالي لامل ګرځي . امریکايي استخباراتي افسر ګاري شروین له ۱۰۰۰۰ ډالرو څخه نیولې تر یوملیون ډالرو پوري په قیمت په پنجشیر کې د شمالي ټلوالي ټول چارواکي واخیستل او بیايي هغوي عملا د طالبانو او القاعده پرخلاف د پلي او یاهم ماین شنډوونکو ځواکونو په توګه وکارول ، چې البته د هغوي لپاره دا ډیره مهمه لاسته راوړنه په ډیر کم لګښت ورته تمامه شوه. همداراز بل امریکايي افسر جوني مايكل سبان (Johnny Micheal Spann) په بلخ ولایت کې جنرال دوستم او جنرال عطا په عین فعالیت وګمارل چې له امله يې په شمال کې ټول تسلیم شوي طالبان او د القاعده غړي تر جنګي قلعې پوري ټول لاس تړلي ورته ورسول . جوني مايكل د هغه استخباراتي ټیم غړی وه چې د سي آی اي لخوا جنرال دوستم ته لیږل شوی تر څو د ده په لاس له نیول شویو بندیانو څخه تحقیقات وکړي ، خو نوموړی د ۲۰۰۱ کال د نومبر په ۲۵ نیټه په قلعه جنګي کې د طالب بندیانو لخوا ووژل شو. نوموړی افسرتر ټولو لومړنی امریکايي استخباراتي چارواکی دی چې په افغانستان کې وژل كيږي. پر جنرال دوستم ، قومندان عطاء سر بیره په جنوب غرب کې تورن اسماعیل خان ، په کندهار کې ګل آغا شیرزوی په جنوب ختیځ کې باچاخان ځدراڼ او په ختیځ کې قومندان عبدالحق ، حاجي قدیر او قومندان حضرت علي هغه کسان ول چې د سي آی اي او انګلیسي اسخباراتو لخوا د ډالرو په مقابل کې د طالبانو پرخلاف وکارول شول. هغوی خپل ټول فعالیتونو د سي آی اي او ــ افسرانو هر یو ګاري شروین ، (Gary Sherwin) جوني مايكل (Johnny Micheal) او په وروستیو کې د جوناتن ادیما (Jonathan Idema) تر نظارت لاندې پرمخ وړل . جوناتن ادیما (Jonathan Idema)هغه امريكايي افسروه چې په ۲۰۰۱ میلادی کال کې په خپلسري ډول د امریکی د فوځ تر نامه لاندی په کابل کی شخصی زندان جوړ کړی وو. نوموړی به عادي افغانان له سرکونو او بازار څخه نيول او په مختلفو ډولونو به یی شکنجه کول. د ده له شکنجو څخه د بنديانو بربنډول، سرچپه ځوړندول او بیا پرې ګرمي سرې اوبه اچول وو. ادیما به عام افغانان د ږیري د اوږدوالي او د لنګوټي په سر کولو په جرم نیول ، له نوموړي سره په دغو شکنجو او خپل سري محبس کې دوه تنه نور امریکایان او د پنجشیر د سیمې د ده پخواني افغان ملګري شریک ول. چې وروسته د ده محبس د زندانیانو د خپلوانو د شکایتونو په اساس د حکومتي ځواکونو لخوا وتړل شو او نوموړی د دغو خپلسریو په جرم د سترې محکمې لخوا په لس کاله بند محکوم شو، خو په څرخي پله زندان کې تر دوو کلونو بند تیرولو وروسته په ۲۰۰۷كي د حامد کرزي د ځانګړي فرمان په اساس معاف او امریکاته ولاړ. نوموړي هم د خصوصي محبس د اداره کولو پرمهال او هم د اسارت پرمهال خپل ځان د آمرصاحب(مسعود) له مجاهدینو څخه ګاڼه.

هغه مهال داسې ګنګوسې هم وي چې له ادیماسره د دغه خپلسري محبس په جوړولو کې دهغه وخت د کورنیو چارو وزیراو دشمالي ټلوالې مهم غړی یونس قانوني همغږي در لوده او تر اخیره پوري د نوموړي د سیمې (پنجشیر) اوسیدونکي د ادیما خصوصي ساتونکي ول. اديما پر دغو جنايي جرمونو سر بیره په ډیرو نورو اخلاقي جرمونو کې هم ښکیل وه چې له امله يي په کال ۲۰۱۲ کې د ۵۵ کلونو په عمر د ایډز د ناروغی له کبله په مکسیکو ایالت کې ومړ.

دا چې امریکایان د افغانستان د اشغال په پیل کې د افغاني اجرتي جګړمارانو د استخدام تجربه لري او د هغوي د استخدام له لارې یې افغانستان عملا اشغال کړی ، نو بعیده نه ده چې اوس هم د دغه اشغال د دائم ساتلو او په افغانستان کې د عراق ، صومالیا، لیبیا، سوريي ، او یمن په څیر د داخلي جګړه دائمې ساتلو لپاره بیاهم له خپلو پخوانیو اخیستل شویو اجرتي جګړه مارانو څخه د مرګ ډلې جوړي او د افغانانو په خلاف يي استخدام کړي.

اوس چې په بلخ کې د مرګ ډله عملا تشکیل شوي او د طالبانو پرخلاف یې د جګړې اعلان کړی ، دا تصادفي اعلان نه بلکې د امریکایانو او د هغوی د پخواني اُجرتي جګړه مار جنرال دوستم د مشورو او پلانونو مشترک عمل دى.

افغانستان چې هسي هم له ۳۶ کلونو راهیسې مرګونو ، قتلونو او ځورونو تباه کړی هیڅ افغان انسان نه غواړي چې په داسې ډله کې کار وکړي چې د هغې نوم مرګ وي . خودا چې د دې ډلې مهندسي او طراحي د امریکایانو لخوا ده نو مجبورا هغه کسان چې دغې ډلې ته جلب کیږي هغه به د مرګ ډلې تر نامه لاندې د نورو افغانانو د وژلو دنده پرمخ بیايي.

په شمال کې د دغې وحشي ډلې په تأسیس کې یواځې د ولسمشرۍ مرستیال جنرال دوستم نه ، بلکې دهغه ځای بي سیاله واکمن جنرال عطاء ، د شمالي ټلوالې نور مخکښان او په مجموع کې د امریکا په دستور جوړشوي د ملي یوالي حکومت هم شامل دی. ځکه جنرال دوستم د ولسمشر لومړي مرستیال په توګه شمال ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د دغه ډول ملیشه يي ځواکونو د جوړولو خبر داری ورکړ.

په افغانستان کې د جنګي ډلو تولید او په خاص ډول د مرګ ډلې په څیر د وحشي جګړه مارانو راښکاره کیدل په دغه هیواد کې د امریکايي اشغال یو بل اړخ بلل کیږي چې دا به د دوی تر ښکاره پوځي اشغال ډیر خطر ناک او د افغانانو لپاره ډیرې ناوړې پایلې ولري ؛ ځکه مخکې به امریکايي ځواکونو ته هم د افغانانو د مقاومت له امله ځاني او مالي تلفات رسیدل خو اوس به د جګړې قاتل او مقتول لوری ټول افغانان وي .

اوس چې د امریکایانو پوځي اشغال شکست خوړلی او له عسکري او مالي لحاظه يې ملا ماتوونکي تاوانونه لیدلي غواړي د دغو ټولو تاوانونو انتقام د مرګ او نورو بي هویته او بي هدفه ډلو په راپیداکولو سره له افغانانو څخه واخلي . همدا لامل دی چې غربي میډیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له پر شاتګ سره سم په افغانستان کې د مرګ ډلې، غیر مسؤلې ډلې ، داعش اونورو مختلفو وسله والو ډلو د راپیداکیدو تبلیغاتو ته زور وركړی.

نتیجه !

امريكايانو د افغانانو د دیارلس کلن مقاومت له امله دومره زیات ځاني او مالي تلفات ولیدل چې له امله یې د دوی نړیوال وجاهت او غرور ترپښو لاندې شو، هغوی اوس په دې حساسه مرحله کې د افغانانو د ګوذار له وجې د زخمي مار په څیر د وروستي ټک په لټه کې دي.

هغوی په افغانستان کې دخوړلو پوځي ، اقتصادي او سیاسي ټپونو له وجې سخت نا آرامه دي ، غواړي د خپلو دردونو د تسکین لپاره په افغانستان کې داسې تکتیکونه وکاروي چې داځل یې د درد ټول زور پر افغانانو وي ، په دې معنی چې جګړه د افغانانو لخوا د افغانانو پرخلاف جاري وساتي ، په دې صورت کې به ځمکه هم د افغانانو تباه کیږي ، افراد به هم دهغوی وژل کیږي او راتلونکي مشکلات به يي هم هغوی ته پاتي کیږي.
امریکایانو د دغې خطرناکې سیناریو(۲) حلقې مخکې عملي کړي چې لومړۍ د ملي یوالي په نوم ایتلافي حکومت جوړول او دوهمه د همدي حکومت په وسیله د امنیتي تړون لاسلیکول دي.

اوس غواړۍ وروستۍ حلقه يي هم پیل کړي او هغه د مرګ ډلې په شمول د نورو مختلفو ډلو راپیداکول او په کار اچول.

خو مونږ په دې باوري یو چې که خدای کول د هغوی دا وروستۍ خطر ناکه سیناریو به یې هم د دوی د مخکیني اشغال په څیر ناکامه او افغانان به د الله په نصرت او د خپل افغاني او اسلامي بصیرت له مخي د دوي پرټولو توطیو غالبه کیږي.

ان شاء الله … څښتن تعالی دي زمونږ ځوریدلی ولس نور د ټولو خارجي توطیو له شره په امان کړي .

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Hameed
میلمه
Hameed

آمین یارب العالمین

ډاکتر احمدی
میلمه

شمال ټلوالی له لاسه خو مونږ نور پوځی ته رسیدلی یو

خدای دی داسی تباه کړه لکه هغه خر احمدشاه مسعود

نبیل افغان
میلمه

ماشا‌ءالله ډيره ښه لیکنه وه خو