افغانستان

دکندهار ښاروال په یوه سرښندونکي برید کي ووژل شو

kandahar_mayor_ghulam(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۲۷) کندهار ښاروال غلام حيدر حميدي نن سهار د کندهار ښاروالۍ دننه په سرښندونکي بريد کي د يو بل ملكي وګړى سره ووژل شو . د كندهار د مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوي خبرپاڼه وايي سرښندونکي بريد په هغه غونډه کي وشو چي نن سهار د ښاروالۍ دننه د کندهار ښاروال او د لويې ويالې سيمي د هغو کورنيو د استازو تر منځ جوړه شوې وه چي د ښاروالۍ لخوا يې پر دولتي مځکه جوړي شوي غير قانوني نمرې ونړول شوې.

د خبرپاڼي په حواله چي سرښندونکي بريد ګر د همدې کسانو په ډله کي ښاروالۍ ته په داخليدو توانېدلى وو او په خپله لنګوټه ( پټکي) کي د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو په مرسته يې د ښاروال غلام حيدر حميدي مخ ته خپل ځان ته چاودنه ورکړه. سرچينه زياتوي چي په دې سرښندونکي بريد کي د يو بل تن ملکي وګړى هم زخمي شوى او د پيښي په اړه نوري پلټني رواني دي تر څو د پيښي اصلي طرحه کوونکي او عاملين معلوم شي. د پيښي مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى . تر دي مخكي هم څو ځله پر كندهار ښاروال سرښندونکي بريدونه او نوري چاودني شوي وي خو تري روغ وتى وو .

د نومړي په امر د وړمي ورځي راهیسي د لو ویاله په سیمه کي د خلکو کورونه ړنګیدل شروع شوي، چي په ترڅ کې یو داسي کور هم ونړول شو، چي په کښي ماشومان او ښځي وه، د کور د نړیدلو له کبله دوه ماشومان او یوه ښځه شهیده شوې وه.. چي بیا وروسته خلک ډیر په غوصه وه، او غوښتل يې چي په لاریون لاس پوري کړي.

پر نومړي تیره ورځ د کندهار دلویه ویالي د سیمي عالمانو او ملایانو د کافر او واجب القتل فتوی کړې وه، چي دا دی نن عملي شول.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x