نړۍ

د «سیسي حکومت» یوې محکمې ۱۸۳ اخوانیان په اعدام محکوم کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۱۳مه ۱۳۹۳ل): د مصر یوې محکمې د اخوان المسلمین ۱۸۳ ملاتړي په اعدام کړل.

اخوان المسلمین که څه هم تر پایه په سوله‌ییزه توګه خپلو لاریونونو ته دوام ورکاوه، خو مصري حکومت بیا دوی د پولیسو په وژنې، امنیت نه تامینولو، د وژنو اقدام او نورو جرمونو تورن کړي دي.

د سیسي حکومت امنیتي چارواکو یوه اونۍ وړاندې په مظاهرو کې تر ۲۰ زیات لاریون کوونکي پر ډزو ووژل.

پولیسو ددغو وژنو پړه پر لاریون کوونکو اچولې او په غبرګون کې یې سلګونه کسان نیولي دي.

د مصر محکمې ویلي چې د اخوان المسلمین ۱۸۳ ملاتړو د ۲۰۱۳کال په اګست کې په کرداسه ښار کې په پخواني ولسمشر دکتور محمدمرسي په ملاتړ مظاهرو کې ۱۶ پولیس وژلي. د ۱۸۳ لمنځه ۳۴ د هغوی په نه موجودیت کې په اعدام محکوم کړي.

دا لا څرګنده نه ده چې مصري محکمې څه ډول معلومه کړه چې یادو کسانو مستقیما پولیس وژلي دي.

مصر چې په نېږدې تاریخ کې د یوه ستر انقلاب شاهد و، د څو لسیزو وروسته په کې د خلکو په رایو ولسمشر وټاکل شو، خو ډير ژر د ځینو عربي او لویدیځو هېوادونو په مرسته پرې پوځ، عیسايي راهبانو، ازهریانو او سلفیانو کودتا وکړه.

د کودتا وروسته مصریانو د کودتا ضد لاریونونه پیل کړل او شعار یې ورکړ چې د دوی «سوله‌ییز لاریونونه» به تر هغه روان وي څو یې پوځي حکومت نه وي ړنګ کړی.

خو د ورځو په تېریدو سره د سیسي حکومت لخوا د لاریون والو سره پراخه تشدد پیل شو چې په ترڅ کې زرګونه لاریون کوونکي ووژل شول او په زرګونو نور د حکومت مخالف کسان ونیول شول.

اوسمهال د مصر د پخواني ولسمشر په شمول زرګونه مصریان د پوځي حکومت لخوا په زندانونو کې اچول شوي.

د یادونې وړ ده چې د مصر پوځي حکومت چې ویل کیږي کلک ملاتړی یې اسراییل دي څو ورځې وړاندې د حماس نظامي څانګه «القسام» ترهګره ډله اعلان کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x