افغانستان

ولس د فرانسې سفارت تړلو غوښتنه کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۳مه، ۱۳۹۳ل): په سرپل ولایت کې زرګونو لاریون کوونکو له ګډ حکومته وغوښتل چې په هېواد کې د فرانسې د سفارت وتړل شي.

په سرپل کې نن زرګونو تنو د فرانسې د چارلي ابدو مجلې له لوري حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته د منسوبو کاریکاتورونو د خپرولو پر ضد لاریون وکړ، چې پکې د سیمې زرګونو علماوو او د سرپل اوسېدونکو ګډون کړی و.

دوی چې له ځانونو سره سپین بیرغونه لېږدول « مرګ په امریکا! مرګ په فرانسه! مرګ په اسراییل» شعارونه يې ورکول او د چارلي ابدو په دفتر بریدګر يې نړیوال اتلان بلل.

د لاریون یو تن ګډونوال مولوي محمد په اشرف غني نیوکه وکړه او ويې ویل چې هغه باید د چارلي ابدو په دفتر بریدګر نه وای غندلي، د نوموړي په خبره هغه برید د نړۍ ټولو مسلمانانو تایید کړ، خو اشرف غني هغه وغانده، چې باید داسې يې نه وای کړي.

د لاریون په پای کې پرېکړه ولوستل شو، چې پکې لویدیځوال د اسلام په وړاندې په چلند ملامت وبلل شول او پر دوی يې غږ وکړ چې اسلام لا هم په لویدیځ کې مخ په وړاندې درومي او داسې ګستاخانه حرکات يې مخه نشي نیولای.

د لاریون کوونکو په پرېکړه لیک کې په دې ټینګار شوی و، چې ګډ حکومت باید په کابل کې د فرانسې سفارت بند او کارکوونکي يې له هېواده وشړي.

لاریون کوونکو په داسې حال کې په کابل کې د فرانسې د سفارت د تړلو غوښتنه کوله، چې د ګډ حکومت مشر د چارلي ابدو په دفتر د برید په مهال له فرانسویانو سره خپله خواخوږي ښکاره کړه او دا برید يې یو « وحشي عمل» وباله. ورسره جوخت دوه ورځې وړاندې په پلازمېنه کابل کې د هودخېلو په سیمه کې د همدې مجلې پرضد په لاریون کې د کابل پولیسو دوه تنه لاریون کوونکي شهیدان او درې نور ټپیان کړل. د کابل امنیه قومندان دغه لاریون د «اوباشانو» کار وباله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x