نظــر

ګاندي ولې ووژل شو؟

لیکوال: یزدانجو
ژباړه: صفت سمون

اوه شپېته کاله مخکې د هندوستان د خپلواکۍ غوښتونکې ډلې یا جنبش مشر مهاتما ګاندي د یوه هندويي افراطي چې نوم ېې ناتورام ګودسه وو؛ ووژل شو، ګودسه د ګاندي له وژل کېدو یو کال وروسته په دار وزړول شو. د ګودسې له اعدام وروسته ډېرې مقالې پدې نوم ولیکل شوې چې؛ ولې مې ګاندي وواژه؟ خو لیکوال یزدانجو په دغه لیکنه کې د ګودسې افکار د هغه په مرسته لیکلي دي.

ګودسه: زه په یوه دینداره کورنۍ کې وزېږېدم او زده مې کړل چې هندوییزم، د هندي تاریخ او هندي کلتور ته احترام ولرم. نو ځکه مې هندوییزم کې ډېر تحقیق کاوه، چې رالوی شوم؛ نو په دې عقیده وم، چې ټول هندوان د دین او ټولنې له اړخه برابر حقوق لري او د هغوی مرتبه باید د هغوی د لیاقت په اندازه وټاکل شي، نه کورنۍ او قوم ته په کتو سره.

ګودسه د ۱۹۴۸ کال د جون په شلمه له یوې هم فکرې ډلې سره له بمبیي ، ډهلي ته راغی، ګاندي ووژني، په دې سفر کې دوی په خپل پلان بریالي نه شول، یو نفر یې ونیول شو او نور بېرته بمبیي ته ستانه شول.

لس ورځې وروسته ګودسه بیا له خپلو ملګرو سره ډهلي ته سفر وکړ، د جون په دېرشمه، د مازدیګر په پنځو بجو ېې خپل ځان تر ګاندي ورساوه، او په درېیو مرمیو سره ېې وواژه، همالته یې خپله وسله کېښوده، پولیسو ته ېې غږ کړ او خپل ځان یې قانون ته تسلیم کړ.

د ګودسې محکمه د ۱۹۴۸ کال د مې په اوه ویشتمه پیل شوه، چې وروستۍ دفاعیه یې د فبرورۍ په پنځمه پای ته ورسېده، چې متن ېې بیا ورسته د‍( ولې مې ګاندي وواژه؟) په نوم خپور شو.

ناتورام ګودسه په ۱۹۱۰ میلادي کال کې د ماهاراشترا په ولایت کې د باراماتې په سیمه کې، چې پونې ښار ته نژدې سیمه ده؛ وزېږېده. نوم ېې ورته (راماچاندرا) کېښود، له دې مخکې د راماچاندرا درې ورونه په ماشومتوب کې مړه شوي وو. نو دی يې د نجونو په څېره کې جوړ کړ، چې دی هم مړ نه شي حتی پزه یې د نجونو په څېر ورته سورۍ کړه؛ نو ځکه یې نوم هم ناتورام شو؛ ناتو د دوی په سیمه یيزه لهجه کې د حلقې په معنا ده او رام د راما مخفف بلل کېږي.gaandi

په پایله کې ناتورام نارینه شو او د نارینه وو کالي به یې اغوستل، له لومړیو زده کړو وروسته د نورو زده کړو لپاره پونې ته لاړ.

په همدې وخت کې يې د ګاندي له افکارو او زده کړو سره اشنا شو، ژر یې مدرسه پرېښوده او ازاده لوست ېې پیل کړ، د ګاندي د اثارو تر څنګ یې د اقتصاد پوه چاناکیا، دادابای ناروېژي(لومړنی اسیايي الاصله چې د بریتانیا پارلمان ته یې لاره پیدا کړه)، سوامي ویوکاناندا (د هندوانو معنوي رهبر)، ګوپال کرېشنا، ګوکاله، سوارکار او بال ګانګادار تیلاک اثارو لوستلو ته مخه کړه.

له دې ټولو یې د ګاندي او سوارکار نظریات زړه راښکوونکي وبلل او د دوی افکار یې د هند په معاصر کې اسر لروونکي وګڼل، چې وروسته یې د ګاندي افکارو ته هم شا کړه او د سوارکار نظرونه یې خپل کړل.

ده چې هندوییزم او هندوانو سره ډېره مینه درلوده؛ نو ځکه ده (د ټولو هندوانو حزب) سره کلکه اړیکه درلوده. ده هندوستان د هندوانو کور باله او د یو وطن پال په صفت یې له هندوانو سره مینه کوله، کار یې ورته کاوه او مسلمانانو(بیګانه وو) ته یې کوم چانس نه ورکاوه.

ګودسه له ګاندي سره په دوه اړخونو او نظریو مخالفت درلود، ګاندي خشونت سره مخالفت درلود، خو ګودسه تاوتریخوالی د هندوانو په ګټه باله او عدم تشدد یې د مسلمانانو په ګټه باله.

ګودسې له نظره ګاندي د هندوستان پلار نه، بلکې د پاکستان پلار و، او د هغه عجیب غریب عملونه، خپل سري، او نرم سیاست یې د مسلمانانو په ګټه باله او دا ټول یې د ملت ضد عمل ګڼلو. د ده په نظر پرته له ګاندي به د هېواد روان حالات ښه شي، خو د ګاندې د لېرې کولو لپاره کومه قانوني لاره نه وه، نو ځکه ېې د وژلو لاره لټوله.

ګودسې په خپله دفاعیه کې ويلي چې؛ له ځان سره مې فکر کاوه او لیدل به مې چې که ښاغلی ګاندي ووژنم نو تباه به شم، یواځنی انتظار چې له خلکو مې درلود؛ هغه زما په مقابل کې نفرت او بیزاري ده، خو بیا هم فکر به مې کاوه چې که ګاندي نه وي؛ نو هندوستان به ډېر ښه مخته لاړ شي، قدرت به ولري، ګڼ او مسلح ځواکونه به ولري. زما راتلونکی به تبا وي، خو هندوان به د پاکستان له غرضه په امان وي.

ګودسه ویلي وو: داسې څوک مې وواژه چې سیاست او لارې یې په زرګونه هندوان نابودۍ سره مخ کول، د هغه له منځه وړو لپاره قانوني لاره نه وه؛ نو ځکه مې په مرمیو وویشت.

د ګودسې او اوه نورو ملګرو محکمه د ۱۹۴۹ میلادي کال د فبرورۍ په لسمه پای ته ورسېده. ګودسه او یو بل ملګری یې په مرګ او نور یې په ابدي زندان محکوم شول. د وخت صدراعظم جواهر لعل نهرو او د ګاندي دوه زامن د ګودسې د اعدامولو غوښتونکي نه وو او هغه ته یې دایمي زندان غوښت، ځکه دوی د ګاندي د مخالفینو وژل او اعدامول د ګاندي نظریې سره مخالفت بللو، خو د دوی اعتراض کومه ګټه ونه کړه او ګودسه د ۱۹۴۹ کال د نوامبر په پنځلسمه د آمبالا په زندان کې په دار وځړول شو.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x