افغانستان

کندهار: خاوند د ۵ بچیو مور وژلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۱۳مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په جنوب کندهار ولایت کې یو سړي د ۵ بچیو مور وژلې او د خپلو بچیانو سره تښتیدلی دی.

د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند ضیاء دراني ویلي چې دغه پېښه د ډنډ ولسوالۍ د کرز د سیمې په اسماعیل کلاچي کلي کې رامنځته شوې.

نوموړي زیاته کړې چې د روزګان ولایت د هراوود ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی احمدالله له ډیرې اوږدې مودې راهیسې په دغه سیمه کې اوسیدو.

د دراني له قوله چې احمدالله دوه ورځې وړاندې خپل ۲۸ کلنه مېرمنه چې د پنځو بچیو مور وه، وژلې او د نوموړې جسد تېره ورځ پولیسو ته په لاس ورغی.

د امنیه قومندانۍ ویاند وویل چې احمدالله د خپلو پنځو بچیانو سره په تېښته بریالی شوی دی او پولیسو د پېښې په اړه څېړنې پیل کړي دي.

د کندهار څخه په ورکړل شوي یو بل خبر کې ویل شوي چې د مخابراتو د یوه شرکت کارکوونکی تېره شپه د ناڅرګندو وسله‌والو په برید کې وژل شوی دی.

د کندهار ولایت د والي ویاند صمیم خپلواک ویلي چې دغه پېښه د کندهار ښار د پنځمې ناحیې اړوند د میرویس ښوونځي سره رامنځته شوې.

نوموړي زیاته کړه چې هغه زياته کړه، ناپېژانده وسله والو يو ملکي وګړى پر ډزو سره وژلى چې ويل کېږي د کوم مخابراتي شرکت د انتن ساتونکى و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x