افغانستان

کندز: د راکټ د لګیدو له کبله د یوې کورنۍ ۳ کوچنیان مړه، ۴ نور ټپیان شول

US-soldiers-in-Logar-prov-001نن ټکی آسیا: په کندز ولایت کې پر یوه کور باندي د راکټ د لګیدلو له کبله ۳ تنه کوچنیان مړه او د یوې مېرمني په ګډون ۳ تنه نور کوچنیان ټپيان شوي دي.

پيښه د کندز ولایت د چهار درې ولسوالۍ د آی خانم په سیمه کي را منځته شوې کله چي د یو نامعلومي لوري له خوا فایر شوی راکټ د ملکي کسانو پر کورونو باندي ولګیدی.

د سیمي څخه عیني شاهدان وايي چي د پيښي ټوله قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.

د چهادرې ولسوال ویلي چي تر اوسه پوري څرګنده نه ده معلومه چي راکټ به د کومي لوري له خوا فایر شوی وي، او نه تر اوسه ددي پيښي مسئولیت چا په غاړه اخیستی او نه د پيښي پړه پر یو لور اچول شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x