fbpx
له ښي لوري لومړی: داکتر ایمن الظواهري، معلم اول ګل او مولوي خالص بابا

شهيد اول ګل د داکتر ظواهري په ژبه

لیکوال: لطف الله خیرخوا

(د شهید معلم اول ګل د شهادت د څلورم تلين په مناسبت)

که د روانې جګړې حجم او اهميت باندې ښه فکر وشي، سړي ته د دې جګړې د اتلانو عظمت او مقام معلوميږي. بې شکه چې دې جګړه کې د «امت» خبره تر بلې هرې دايرې مقدمه ده او هغه په دې چې د امت نخبه ګان زموږ د ملت مېلمانه وو. دې جګړې نړۍ ته هم ډېر ارزښت درلود، ځکه خو يې د نړۍ د تاريخ د سترې جګړې بڼه ورکړه. ګويآ چې څوک په دې جګړه کې د کفر مخې ته ودرېدل، دوی د امت جګړه پر مخ يوړه او ګويا دوی د اصل مسئوليت احساس وکړ.

په دغسې يوه فقيره خاوره کې د داسې چا شتون چې د نړۍ د سترو مستعمريڼو ګړندي ګامونه تيندکوي، د خوشالۍ خبره ده او هممهاله د يوه ستر پيغام لېږدوونکې هم ده. موږ تل دغسې فقيران لرلي او زموږ د تاريخ يوازينی وياړ هم، همدا فقيران دي. د خپل مصري استاد داکتر قطب خبره مې نه هيريږي، چې ويل به يې : د افغانانو جګړې مې په دې خوښې دي، چې امپراتورۍ ماتوي.

شهید معلم اول ګل څلور کاله وړاندې د ګوانتنامو په زندان کې امریکایانو په شهادت ورسولو.

شهید معلم اول ګل څلور کاله وړاندې د ګوانتنامو په زندان کې امریکایانو په شهادت ورسولو.

د ۲۰۱۱ کال د فرورۍ په ۲ په ګوانتانامو زندان کې يو ستر انسان شهيد کړای شو. شهيد معلم اول ګل په ډېر يو نازک وخت کې داسې مسئوليت احساس او اداء کړ، چې ممکن لږه سستي د يو ستر استعماري خوب عملي تعبير ختلی وای. د داکتر ظواهري حفظه الله په وينا د معلم صيب شهادت د همدې شهکار انتقام و.

که په ساده عبارت يې ووايو؛ معلم اول ګل داسې کار په يوازې سر وکړ، چې د سوډان په څېر دولت يې د دولت په توګه سر ته نه شي رسولی. د سوډان کمزوري لامل شوه، چې القاعده د مولوي خالص بابا اسرې ته کېناسته او بالاخره يې يوه کشر شاګرد داسې مسئوليت ته اوږه ورکړه، چې روغ هېواد يې له بارولو عاجز و.

څو مياشتې وړاندې د القاعده مشر داکتر ايمن الظواهري د شهيد معلم اول ګل په اړه وغږېد او يو څه خبرې يې روښانه کړې. له دې وينا مخکې د تورې بوړې جګړه د مومن خان ښامار و، هر چا په کې توره سره کوله، خو اوس حقيقت بر سېره شو.

سر ښندنه

داکتر ظواهري وايي : کله چې امريکايان افغانستان ته راغلل، معلم اول ګل په خپله وظيفه پرېښوول شو، شيخ اسامه رحمه الله ته يې احوال ولېږه، چې څه وکړم؟ هجرت وکړم او که د جهاد ښه راباندې کيږي، نو وظيفې ته دوام ورکوم؟ شيخ ورته وويل، چې په خپل کار پاتې شه.

درځئ وارزوو، چې شهيد معلم رحمه الله د خپل امت لپاره د رعب په شپو کې څه ډول فداکارۍ ته ځان وقف کړی و! دی له مخکې د شيخ په انډيوالۍ متهم و. نړۍپه همدې پېژانده، چې همدې ډلې او همدې خلکو دې سرشارو ته غېږ پرانيستې. دا چې حساسه مرحله ده او لومړۍ تېروتنه اخري ده، دی هم په خپل وار سختۍ ته ورترغاړې ووت، چې تاريخ به يې هېر نه کړي.

د قضيې حجم

ټول امت بريد لاندې و. دښمن درېيم سړی او درېيمه لار نه منله، ويل يې: يا به دښمن سره ياست يا موږ سره. ډېر نامتو خلک د کفر خړ سېلاب لاهو کړل. داسې شپې دي، چې يا به دا امت سره له ارزښتونو او مفاهيمو ډوبيږي او يا به يې ساتنې ته يو څو نران لکه پسونه حلاليږي. شامل يرغل و، هر څه يې لکه خس وخاشاک په سر اخيستي وو. امت د يوه داسې بېغيرته مړينې خولې ته کېووت، که مړ وای، نو په دې دنيا خو بيا ژوند نه شته نو.

د امت حياتي موضوع ده. په جهاد ګټل کيږي، خو جهاد په خپلو وګړو کيږي او وګړي د بلا خوله کې ايسار دي. دا سړي د مرګ له خولې ويستل غواړي. د ستر شعور وخت دی، د امتحان مرحله ده، ژور احساس غواړي او له هرې محدودې ازاد فکر غواړي. معلم شهيد په همدې تول پوره وخوت او ميدان ته شو.

محاصره

داکتر ظواهري وايي : موږ توره بوړه کې محاصره وو. معلم اول ګل ته هم د حرکت امر شوی و. موږ ته يې احوال راواستوه، چې هجرت وکړم او که درشم؟ که درشم يوه لار لرم، داسې ځايونه به په نښه کوم، چې تاسې په کې نه ياست. داکتر وايي موږ غصه شوو،چې معلم اوس موږ پسې راځي؟ شيخ اسامه وويل : سړی ښه وايي، که د ده پر ځای کوم بل شيطان راغی، په سر سر به مو وولي. شيخ ورته وويل چې راشه.

داکتر وايي : کله چې راغی نو رښتيا يې هم ټانګونو هغه ځای ويشته چې موږ به په کې نه وو. رښتيا هم ايمان ستره هوښياري ده. معلم صيب دې کار ته ايمان مجبور کړی و او ايمان داسې لار وروښووله، چې د نړۍ ستره شيطانه اداره تېرباسي .

شيخ اسامه څنګه ووت؟

داکتر ظواهري وايي : زه په لومړي ځل دا خبره روښانوم، چې شيخ اسامه څنګه له تورې بوړې ووت؟ داکتر وايي، چې معلم صيب ستر امتحان ته غاړه کېښووله او همدې امتحان تر داره ورساوه. کله چې شيخ د وتلو اراده وکړه، شهيد معلم ته يې خبر واستاوه. شهيد معلم په خپل شخصي موټر کې شيخ اسامه ځان سره کېناوه او له ننګرهاره يې کونړ ته واړاوه. دا هغه شېبه ده، چې د امت د قضاياو خلک نوی ژوند مومي او بالاخره امت د يوې سترې سوبې په درشل دريږي. ټولې نړۍ دا شېبه نه غوښته، خو دغه انسان ټولې نړۍ ته ورترغاړې ووت. معلم شهيد دی، خو ټوله نړۍ د هماغه بڅرکو لمبو نيولې، چې شهيد معلم په يوه اراده پوکی ورکړی و.malim awal gul 2

که د دې امت هر وګړی همدا ډول يوه اراده وکړي، څه واياست چې نږدې راتلونکی به مو د نړۍ د سردارۍ شاهد نه وي؟

د داکتر خبره

داکتر ظواهري د معلم صيب د شهادت په اړه وايي : ای افغانانو! ای مجاهدينو! ای مسلمانانو! د معلم اول ګل انتقام په تاسې امانت دی. د دې ستر انسان بدله ستاسې په غاړه ده. هو..داکتر صيب رښتيا وايي. رښتيا هم د معلم صيب وينه ضايع کول د هغه د جهادي عظمت توهين دی او په هر قيمت د دې پاکو وينو ساتنه پر موږ لازمه ده.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

خیرخواه صیب

تاسو ته سلام او احترام

هیله ده د شهیدانو یادبود او کارنامی له خپلې ژبې وړاندې او دې لړی ته ادامه ورکړی

علی الحسین
میلمه
علی الحسین

الله دی اسلامی دولت او اسلامی امارت سره متحد کری
آمین

خالد
میلمه
خالد

ماشاءالله وروره الله د په گوتو برکت کره په زره پوری مضمون وو د نورو همداسی لیکنو په هیله مو