fbpx

بحرین العرب تلویزوني کانال تر یوې ورځې خپرونې ورسته وتاړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۱۴مه ۱۳۹۳ل): بحرین د نوي سعودي چینل «العرب» د پرانیستې څو ساعته وروسته په خپرونو بندیز لګولی دی.

د عربي رسنیو د راپورونو په اساس سعودي مشهور پانګه‌وال شهزاده الولید بن طلال ددغه تلویزون مالک دی او په دغه تلویزوني کانال یې تر ۱۰۰ ملیونو ډالرو زیات مصارف کړي.

شهزاده الولید تېره ورځ د العرب تلویزون پرانېسته وکړه، نوموړي ژمنه وکړه چې تلویزوني کانال به یې سیاسي خپرونې کوي او په خپرونو کې به بې طرفه او ازاده وي.

د «العرب» تلویزوني کانال لومړني مېلمه د بحرین د حکومتي اپوزیسون مشهور غړی و، نوموړي ددغه تلویزوني کانال له لارې د حکومت په هغه اقدام چې د ۷۲ اتباعو څخه تابعیت واخېست، نيوکې وکړې. دغه نېوکې ددې لامل شوې، چې حکومت «العرب» تلویزون په خپرونو بندیز ولګوي.

العرب تلویزون ویلي چې «تلویزون یې د ځينو تخنیکي او اداري لاملونو» له کبله بند کړی دی.

چېنل اوس یو ځل بیا د اعلاناتو خپرول پیل کړي او ویلي یې دي چې خپرونې به ژر پیل کړي.

د بحرین څخه خپریدونکي حکومتي نیمه رسمي ورځپاڼې الخلیج ویلي چې العرب تلویزون د تړلو لامل «د منځني ختیځ د هېوادونو ارزښتوو سره سم نه چلېدل» دي.

د العرب تلویزون مدیر جمال خشوکي فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د دوی تلویزون ځکه د بحرین څخه د خپرونو پریکړه وکړه ځکه سعودي شاهي حکومت ازادو کانالونو ته د خپرونو اجازت نه ورکوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د