افغانستان

حکومت: په زابل کي دیوه قومندان په شمول ۱۴ طالبان ووژل شول

zabul_Arghandab(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۲۷)قلات: دزابل په ولایت کي دیوه قومندان په شمول ۱۴ وسلوال طالبان ووژل شول، دزابل ولایت  یوه حکومتي چارواکي له خبري رسنیو سره دخبرو په پرمهال وویل، ددوشنبي په شپه باندی افغاني عسکرو اوګډو ځواکونو دزابل ولایت په ارغنداب ولسوالي کي دوسلوالو طالبانو په وړاندي په ګډو عملیاتو لاس پوري کړی چي نتیجه کی یی دیوه قومندان محمد خان په شمول ۱۴ تنه طالبان ووژل شول.

نوموړي زیاته کړه تراوسه لا په سیمه تصفیوي عملیات دوام لري، ډیرژر ده چي سیمه به له وسلوالو طالبانو څخه پاکه کړو، له بله لوري تیره ورځ په ورته سیمه کي دیوه ماین دچاودیدلو له کبله دیوه کور دوه تنه ووژل شول اویو کوچني سخت ژوبل شوی دي، حکومتي چارواکي محمد حکیم زیاته کړه وژل شوی کس په سیمه کي دتریزو دکلي اوسیدونکی وو، اودري سره کسان چي یونارینه یوه میرمنه اویو هم کوچني ورسره وو هغه وخت ووژل شول کله چی یی ترځمکه لاندي پریوه ماین باندي پښه کیښوده

په سیمه کي دوسلوالو طالبانو دوژلو په اړه تراوسه پوري ازادوخبري سرچینو څه ندي ویلي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x