شعـــــرونه

د سياست اسمان

شاعر: حزب الله پښتونيار

د سياست پر اسمان لمر بيا دى د باېللو

د مبارزو پر سر بادونه طوفاني سول

اسمانونه په قهر سوي دي د ملګرو وفکرو ته

نظرياتو په وريځو کي شکست په انتظار دى

لمرونه مي په خپلو کښي په جنګ دي اخته سوي

د لاري سيراغونه يې مړه کړي دي حملو کښي

د سياست مورچې نړولو ته مي خپل لشکر دى زمرى سوى

د عمرونو هلو ځلو جنازې يې په تيارى کړې

د سوچ لشکر مو د پردو افکارو په رنګ دى لړل سوى

په فکرونو کښي د اولس يې قيامتونه دي جوړ کړي

د رهبرانو په عقيدو د تسلط پسرلى راغلى دى

مخکش د ازادى امامان د محکومى سول
قافلې دي تړل سوي د حالاتو ځولنو کښي

کاروان د اوش يې راله ړونډ کړى په لار کښي د اهدافو

د منزل همفکران په هديرو کښي ژوندون غواړي

د فيصلو پر وخت يې خوب بندي ټولي لار د ژوندانه کړې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x