
ولسمشر د دفاع وزارت د تدارکاتو کارکوونکي ممنوع الخروج اعلان کړل
نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۱۴مه ۱۳۹۳ل): د ګډحکومت ولسمشر محمد اشرف غني د دفاع وزارت د خریدارۍ او تدارکاتو د برخې لخوا شوي ټول قراردادونه لغوه، د مسوولینو دندې یې ځنډولي او هم یې ممنوع الخروج اعلان کړل.
د اشرف غني ویاند نظیف الله سالارزي په یوې خبري ناسته کې ویلي چې اشرف غني دغه تصمیم تر هغه وروسته ونیوه چې له ځينو خصوصي شرکتونو سره د دفاع وزارت لخوا شوي قراردونه وڅېړل شول.
په دفاع وزارت کې ډېری قراردادونه د شمال ټلوالې اړوندو شرکتونو سره شوي دي. په دفاع وزارت کې لا هم د دې ټلوالې حضور ښکاره دی. داسې ګنګوسې هم شته چې ګواکې دفاع وزارت ته نوماند جنرال شېر محمد کریمي د بسم الله محمد له لورې د جوړ شوي پلان په واسطه پارلمان کې ناکام کړای شو.
د سالارزي په وینا د دفاع وزارت لخوا له خصوصي شرکتونو سره د سونتوکو او ۷ نورو قراردادونه حقوقي او تخنیکي ستونزې لري او ولسمشر د دغې ارزونې لپاره ځانګړی هیئت ټاکلی دی او تر هغه چې د ټاکل شوي هیئت لخوا د دفاع وزارت ټول قراردادونه په پوره توګه څېړلو پورې ځنډولي.
د کابل بانک له دوسیې وروسته دا دویم اقدام دی چې د ګډ حکومت د مشر له خوا ترسره کېږي.