افغانستان

لغمان: د بهرنیانو په عملیاتو کي د مېرمنو په ګډون ۷ تنو ته مرګ ژوبله رسیدلې

night_raidنن ټکی آسیا: بهرنیو ځواکونو تیره شپه د لغمان ولایت د قرغیو په ولسوالۍ کي تیره شپه پر یوه کور باندي عملیات کړي چي له کبله يې په کور کي ۳ تنه ملکي وګړي چي یوه يې میرمنه ده، شهیدان شوي او څلور نور ټپیان شوي دی، په ټپيانو کي هم یوه مېرمنه ده.

د لغمان ولایت د ولاتي شوری مرستیال ګلزار سنګروال د پيښي تصدیق کړی او زیاته کړې چي پيښه په دقیقه توګه د قرغیو ولسوالۍ د چهار باغ د سیمي د قلعه پاچه کلي کي را منځته شوې.

هغه وویل چی نن لغمان ولایت په ولایتي شورا کي دغه پيښه په کلکه سره وغندل شوه، او غوښتنه وشوله چي نور باید امریکایان او د هغوی ملګري په افغانستان کي دا رنګه خپل سري عملیات بس کړي، او د خلکو پر کورونو باندي چاپي ونه وهي.

د نومړي په وینا امریکایان او د هغوی د څلویښتو هیوادو نور ملګري په وړوکي افغانستان کي ځکه امنیت نه شي را وستلای، چي هغوی په خپل سر د ولس پر کورونو عملیات کوي، او ملکي وګړي شهیدانه وي، او د خلکو په منځ کي خپل په ضد نفرت را پاروي.

هغه وویل چي د افغانستان خلک د بهرنیانو څخه په همدې خاطر کرکه او نفرت کوي.

د بلي خوا د بهرنیو ځواکونو رسنیز دفتر په کابل کي د پيښي تصدیق کړی، او زیاته کړې چي دوی هلته د یو طالب قومندان په ضد عملیات وکړه، او په ترڅ کې ۵ تنه مخالفین ووژل.

باید وویل شي چي بهرنیان په افغانستان کي عام وګړی وژني، او بیا هغوی پر طالبانو پوري تړي، او دا خپل بریا بولي.

د افغانستان ولس مشر او نورو چارواکو په وار وار ددوی دغه عملیات غندلي، او حامد کرزي خو لا مخکي ویلي وو، چي که دوی دغه عمل بیا تکرار کړي، نو بهرنیانو ته به د اشغالګرو په توګه وکتل شي، خو دا رنګي عملیات په لسګونو واره تکرار شول، او لسګونو ولسي او عام وګړي په کښي شهیدان شول، خو تر اوسه بیا ولس مشر خپله ژمنه نه ده پوره کړې، او نه يې دا ولس وژنه غندلي ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x