افغانستان

ننګرهار: سندرو ځای د طالبانو ترانو نیولی

راپور: زرداد شینواری

 نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۱۴مه ۱۳۹۳ل): د امریکايي نظامي یرغل سره یوځای لویدیځې نړۍ په افغانستان کې کلتوري یرغل هم پیل کړ. د راپورونو سره سم بهرنیانو د راتګ سره سم په هېواد کې تر ۸۰ زیات تلویزوني چېنلونو، تر ۲۲۰ زیات رادیوګانو او په سلګونو ورځپاڼو، اونیزو او مجلو په خپرونو پیل وکړ.

د دیموکراسۍ په لومړۍ لسیزه کې هغه څوک موډرن و چې مبایل، کمپیوتر او دکان یې له سندرو ډک و.

خو سربېره پر دې  د ننګرهار د مرکز او یو شمېر لرو پرتو ولسوالیو او په تیره بیا بټي‌کوټ، غني خیل، مهمندره، لال پوره، نازیان، سپین غر، اچین، هسکه مینه، کوټ، خوګیاڼو، شیرزاد، چپرهار، سره رود، او د ننګرهار په نورو ډیرو سیمو کې طالبان واکمن دي. د یادو سیمو اوسیدونکو په خبره د طالبانو د بیا راتګ سره سم په بازارونو کې هغه ټول دوکانونه او فحش مرکزونه چې د سندرو، لوڅو فلمونو او نورو غیر شرعې کارونو لپاره کارول کیده د طالبانو لخوا له منځه وړل شوي او اوس یی پر ځای په ټولو دوکانونو کې خلکو ته په موبایلونو کې د قران عظیم الشان تلاوت دینی خپرونې خواږه نعتونه او نظمونه اچول کیږي.

ددې ترڅنګ د طالبانو په واکمنو او نورو سیمو کې اوس د سندرو فضا نشته او هرڅوک یا تلاوت اوری یا هم نظمونه او یا هم نوری دیني خپرونې. د ننګرهار یو شمیر دینی علماء د وسلوالو طالبانو دا کارونه ستایي او وایي چې د سندرو او نورو بې دینو خپرونو او پروګرامونو له کبله اکثر ځوانان بې لارې شوي وه خو اوس دا هر څه بدل شوي او تر ډیره د ناوړو کارونه مخه نیول شوې.

یو شمیر ډریوران وایي چې:

«موږ ته طالبانو وویل، اسلامي کېسټې غږوئ، دیني مضامین واروئ، د ډمانو کېسټې مه غږوئ».

په ګاډو، بازارونو او کلیو کې د ترانو له اوریدو ور اخوا یو شمېر ننګرهاریان بیا په خپلو ټیلیفونونو کې هم دغه ترانې غږوي او ځېنې خو یې د تیلیفون د زنګ پر ځای ترانه اېښي وي.

همدارنګه یو شمیر ځوانان بیا وایې چې د طالبانو نظمونو او فکری درسونو له کبله په زیاتو خلکو کې د جهاد مینه پیدا شوي د وطن خپلواکي ورته ارزښتمنه شوي او ډم توب ورته بی غیرتوب ښکاري.

دا مهال په جلال اباد او د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې د جهادي ترانو او نعتونو لسګونه هټۍ شته او په کراچیو کې هم په ښکاره خرڅېږي، هټیوال وايي دغه کېسټې چې پکې دینی خپرونې او نظمونه موجود دې له دی امله هم پلوري چې ګناه نه لري او کاروبار مو هم حلال دی.

یو هټیوال احسان الله راته وویل، دوی د ورځې دا ډول لسګونه کېسټې خرڅوي او پېریدونکي یې هم تر ډېره کمکي ځلمیان دي:

«کم از کم پنځوس شپیته پورې کېسټې خرڅوو، زموږ مراجعین اکثراً ځوانان دي، دوی چې کله دعوت اوریدلی وي او له موسقۍ نه ځان خلاصوي نو دوی ترانو ته مخه کوي».

د ترانو او نعتونو د کېسټو د یوه پلورنځي مخې ته مې یو ځوان ولید چې کېسټه یې واخېسته. له ده مې پوښتنه وکړه چې دا ډول کېسټې ولې اوري؟

ده راته وویل چې په دې خاطر یې اوري چې اسلامي جذبه یې همداسې ژوندۍ پاتې شي.

د دې ترڅنګ په جلال اباد او شاوخوا سیمو کې یو شمیر خلک چې زنا او شرابو مرکزونه یی درلودل د طالبانو د زور او راتګ له ډاره یې پښې سپکې کړي اوس په ننګرهار کې تر ډیره د قران او سنتو په رڼا کې خلک ژوند کوي، د کلې په هر جامع جومات کې د قران پاک ترجمه او نبوی سیرت تدریس کیږي او خلکو زړونه اوس له ډمتوب سره نه دې لګیدلي همدا راز د ودونو په مراسمو کې د سندرو او بې دینۍ محفلونو پرځای خلک اوس ټول د خوشالی مراسم د سنتو په رڼا کې ترسره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x