افغانستان

په خوست کي بهرنیانو دهر قتل پر سر د یوه پسه په ورکولو سره بخښنه غوښتې

نن ټکی آسیا: د بهرنیو ځواکونو د جنوب ختیځ قوماندان نن د خوست په ولایت کي د شپږو ملکي کسانو په شهادت رسولو سره د مقتولینو د وارثانو سره په کتنه کی غوښتنه کړې، او هغوی ته يې د بخښني په توګه شپږ پسونه ورکړي.

د تفصیلاتو سره سم نن د خوست په میلمستون کي په دغه مناسبت یوه غونډه جوړه شوې وه، چي په کښي د خوست والي او د یو شمېر نورو مسئولینو په ګډون په کښي

د ناټو له خوا د جنوب ختیځ زون قوماندان چری ټونر (Col. Chris Toner)  په کښي ګډون کړی وو.. چي په کښي د ناټو قومندان د هغو بی ګناه خلکو په وژنه بخښنه وغوښتل کوم چي د خوست ښار د متون د حبش خیل په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د چاپو پر مهال وژل شوي وه.

د ناټو قومندان د هغوی وارثانو ته د بخښني په توګه ۶ پسونه هم ورکړه.

هغه د تل په شان خپله هغه ژمنه تکرار کړه چي بیا به داسي نه کوي، او په راتلونکي کي به ډیر احتیاط کوي.

خو په دغه غونډه کي د هغو ۱۴ ملکي کسانو چي ۱۱ یې ښځي او ماشومان وه، او د خوست ولایت د دومنده د ولسوالۍ د کمال خیل په سیمه کې په شهادت رسول شوي وه، هیڅ یادونه ونه شول..

د یادوني وړ ده چي پورته ذکر شوې پيښه د روان کال د رواني میاشتي په شپږمي نیټي را منځته شوې وه، او د دومندو ولسوال په هغه وخت کي ویلي وو، چي د کلي زیات شمېر حیوانان هم په بمباریو کي وژل شوي دي..

او همداسي د جمهوري ریاست له خوا ټاکل شوي هیئت هم ویلي وو چي وژل شوي کسان ټوله بیګناه او عام وګړي دي.

د یادوني وړ ده چي د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې چي کله ناټو په بمباریو ۹ تنه ولسي وګړي چي ماشومان هم په کښي وه،  ووژل نو د جمهور رئیس حامد کرزي ویلي وو، چي دا اخیري وار دی، او که بیا ناټو یا امریکايي ځواکونه داسی عمل تکرار کړې نو ورسره به د اشغالګرو په توګه عمل وشي، او افغانان بیا پوهیږي چي اشغالګرو ته څرنګه جواب ورکوي، خو د هغو بمباریو وروسته په لسګونو واره همداسي بمبارۍ تکرار شوې او هم په چاپو کي زیات شمېر عام ولسي وګړي په شهادت ورسول شول، خو بیا نه جمهور رئیس او نه هم بل کوم چارواکي دا مسئله په جدي توګه را پورته کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x