ټولنیزه برخه

د شیطان کیسې (۲- ۳)

ژباړن : عطا محمد میاخېل

کله چې الله (ج) پرښتو ته امر وکړ ، چې ځانونه ټیټ او آدم (ع) ته سجده وکړي ، نو ټولې پرښتې په سجده پرېوتې ، مګر شیطان انکار وکړ او سجده یې ونه کړه ، ټولې پرښتې د سجدې په حال کې وې ، خو لعین شیطان ولاړ او حضرت آدم (ع) ته یې شاه کړې وه .

کله چې پرښتو له سجدې څخه خپل سرونه را پورته کړل ، ګوري چې ، چې شیطان په کبر ولاړ او سجده نه کوي ، نو پرښتو د الله (ج) شکر ادا او یو ځل بیا یې سجده وکړه ، له دې کبله د پرښتو سجدې دوه شوې .

درېیمه کیسه :

کله چې د الله (ج) په امر ټولو پرښتو آدم (ع) ته سجده وکړه او لعین شیطان انکار وکړ ، نو الله (ج) له شیطان څخه وپوښتل : زما له حکم څخه دې ولې سرغړونه وکړه او ولې دې آدم (ع) ته سجده ونه کړه ؟
لعین شیطان په ځواب کې وویل :

( انا خیر منه خلقتنی من نار و خلقته من طین ) .

ژباړه : زه له آدم (ع) څخه غوره یم ، تا زه له اور څخه پیدا کړی یم او آدم (ع) دې له خاورې.

اور چې یو نرم پاک او نوراني څیز دی او خاورین جسم یو ککړ شی دی ، نو اور د خاورې ، نرم او پاک څیز د ککړ په وړاندې ولې سر ټیټ کړي ؟ .

نور بیا …..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x