شعـــــرونه

پدې جګړه كي – سید الهام

شاعر: سیداحسان الله الهام

موږ كوو نشته و بال پدې جګړه كې

د صليب مرګ دى كمال پدې جګړه كې

ځو و دار ته يا په سرو لمبو ګډيږو

نشته آس توره اوډال په دې جګړه كي

په زينه د استشهاد خيږو روان يو

تر آسمان مو لوړ مرال پدې جګړه كي

په هر ځاى كي بس مؤمن ځورول كيږي

ګواكه لاس دى د دجال پدې جګړه كي

نور مو هيڅ د زړه خپګان وژونكى ندى

د اسير نه راځي حال پدې جګړه كي

جار مظلومې آزادئ هيره مو نه يې

غوړوو درباندي شال پدې جګړه كي

كومكونه يې بې شميره دي الهامه!

زموږ مل رب لايزال پدې جګړه كي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x