افغانستان

د کندهار ملایان: ښاروال کافر، او قاتل دی، وژل يې روا او لازم دی

kandahar_low_walaنن ټکی آسیا: د کندهار د ښار په لویه ویاله سیمه کې د ښاروال غلام حیدر حمیدي په امر سره ښاروالی غواړي چي هغه کورونه چي په دغه سیمه کي په ناقانونه توګه جوړ شوي، ونړوي، چي دا لړی د پرون ورځي راهیسي شروع شوي، او نن یی هم دوام درلود.

د خبرونو له مخي نن د ښاروالی له خوا د یوه داسي کور د نړولو امر وشو، چي دننه په کښي د کور ماشومان او ښځي موجوده وه،

چي د بامو د را پرېوتو له کبله دوه تنه کوچنیان او یوه میرمنه تر خاولو لاندي شول او په شهادت ورسول شول.

په داسي حال کي چي خلک د لاریون کولو تابیا نیسي، د سیمي عالمانو او ملایانو هم د سیمي د اوسیدونکو په ملاتړ باندي د کندهار پر ښاروال غلام حیدر باندي فتوی ورکړی.. او ویلي دي، چي ښاروال کافر او قاتل دی، وژل يې روا او لازم دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x