ورزش

پاکستان د بالینګ په برخه کې له ستونزو سره لاس و ګریوان؛ جنید خان هم له لوبډلې وویستل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۱۴مه ۱۳۹۳ل): پرون د پاکستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د دغې لوبډلې تکړه توپ اچووونکی جنید خان هم خپل د ټپ له امله لوبه نشي کولی.

جنید خان د پاکستاني لوبډلې تکړه تیز توپ اچووونکی په لاهور کې د تمرین پر مهال ټپي شوی و چې له همدې امله ډاکټرانو ورته د ارام کولو مشوره ورکړې وه.

جنید خان نړیوال جام کې ګډون کولو لپاره پرون د روغتیا ازموینه ورکړه چې دغه ازموینه کې بریالی نشو او د نړیوال جام لپاره ټاکل شوی ۱۵ کسیزې لوبډلې څخه وویستل شو.

له دغې پریکړې وروسته جنید خان رسنیو ته وویل:« له دې پریکړې ډیر خواشینی یم خو بیا هم په نړیوال جام کې پاکستاني لوبډلې د بریا لپاره به دعا کوم.»

پاکستاني کرکټ بورډ د جنید خان پر ځای د نیوزیلینډ خلاف لوبو کې بلاول بټي معرفي کړي چې امکان لري نوموړي د نړیوال جام ۱۵ کسیزه لوبډله کې هم شامل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني لوبډلې له پخوا هم خپل دوه تکړه او پیاوړي توپ اچووونکي سعید اجمل او محمد حفیظ له لاسه ورکړي او جنید خان له لوبډلې څخه ویستل به په نړیوال جام کې د پاکستان چانس لا هم کم کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x