چارلي ابدو تر نامعلوم وخته خپلې خپرونې وځنډولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): د فرانسې چارلي ابدو اسلام دښمنه مجلې تر نا معلومه وخته خپلې خپرونې بندې کړې.

د چارلي ابدو مطبوعاتي سلاکارې ان اومال پاريس کې رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د چارلي ابدو خپرونې يې تر مامعلوم وخته ځنډولي دي.

اومال زياتوي، چې د مجلې اداره د وژل شوي مدير او کارټون جوړونکو د وژنې له امله خواشينې ده او نه شي کولای، چې په لنډه موده دغه کارټوني مجله خپلې خپرونې پيل کړي.

د چارلي ابدو ايډيټر هم په خپله ويب پاڼه کې ليکلي، چې د نا معلوم وخت لپاره يې خپرونې بندې کړي او خپلو لوستونکو ته يې ډاډ ورکړی، چې خپلې خپرونې به يو ځل بيا پيل کړي، مګر کومه ځانګړې نېټه يې نه ده ښودلې.

چارلي ابدو اسلام دښمنه کارټوني مجلې وروسته له هغې شپږ مليونه تيراژه په شلو ژبو خپره کړه، چې القاعده جهادي ډلې پورې تړي دوو وروڼو پاريس کې د يادې مجلې پر دفتر بريد وکړ، چې نتيجه يې د مجلې د ايډيټر، پنځه کارټون جوړوونکو او پوليسو په ګډون ۱۴ تنه وژلي وو، مګر له هغې وروسته د نوموړې مجلې خپرونې په ټپه دريدلي او تېره شپه د مجلې مسؤولينو رسما اعلان وکړ، چې تر نا معلوم وخته يې خپلې خپرونې بندې کړي دي.

د مجلې د مسؤولينو له قوله د خپرونو بندولو ظاهري لامل د وژل شوو مسؤولينو وير بلل شوی، مګر تر اوسه دا نه ده روښانه، چې د دغې کارټوني مجلې د خپرونو د ځنډېدو لامل امنيتي او که نورې ستونزې دي.

د تېرې جنوري مياشتې په اوومه نېټه دوو وروڼو د چاري ابدو اسلام دښمنه کارټوني مجلې پر دفتر بريد وکړ، چې نتيجه کې يې د بريدګرو په ګډون ۱۷تنه ووژل شول او له هغې وروسته نوموړې مجلې شپږ ميليونه تيراژه د نړۍ په شلو ژبو خپرې کړې او د کفري هېوادونو په ګډون ګڼو مسلمانانو هم پر چارلي ابدو بريد د اسلام په زيان وباله، مګر د اسلامي نړۍ ولسونو دغه بريد د اسلام د ستر پيغمبرﷺ سره د مينې يوه نمونه وبلله او دا کار يې وستايه.

د پېښو ځينې څارونکي په دې اند دي، چې د نوموړي بريد له امله د چارلي ابدو لوړپوړي کارټونسټان ووژل شول او پاتې نور تل په دې وېره کې دي، چې که دوی خپلو سپکوونکو خپرونو ته دوام ورکړي، نو کېدای شي، يو شمېر مسلمان ځوانان يو ځل بيا پر دوی خونړی بريد وکړي او کېدای شي، له همدې امله تر ډېره د يادې مجلې خپروېند بندې وي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د