نيويارک ټايمز: افغانان د دولتي قاضيانو پر ځای د طالبانو محکمې غوره بولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې د افغانستان د قضايي نظام په اړه د يو څېړنيز راپور په ترڅ کې ليکلي، چې افغانان د دولتي قاضيانو پر ځای د طالبانو محکمو ته ورځي؛ ځکه چې دولتي قاضيان د قضيې له طرفينو ډېر زيات رشوتونه او بډې غواړي او قضيه يې هم نه ورحلوي او بل پلو د طالبانو قاضيان د خلکو دعوې له هر ډول فيس او رشوت پرته په ډېره لنډه موده کې ورحلوي او خلک ترې خوښ دي.

نيويارک ټايمز د ساري په توګه د کندهار ښار د دوو اوسيدونکو مطيع الله او عوض کيسه کوي، چې پر ځمکه يې لانجه وه، قاضيانو او حقوقي وکيلانو ته يې پريمانه رشوتونه او فيسونه ورکړل، مګر قضيه يې لا هم جنجالي پاتې وه او وروسته د ځايي خلکو په مشوره د طالبانو محکمې ته ورغلل او هغوی يې قضيه په ډېره لنډه موده کې له هر ډول فيس او رشوت پرته ور حل کړه.

مطيع الله خان نيويارک ټايمز ته ويلي، که د طالبانو جدي پرېکړه نه وای، نو مخالفينو به يې د ده کور ترې د تل لپاره قبضه کړی وای.

د امريکا او نورې نړۍ په مالي مرستو رغول شوي قضايي نظام د خلکو هيلې نه شي پوره کولای شي، بلکې د دولتي قاضيانو کړه وړه ټول د رشوت او بډو لپاره وي او د خلکو قضيې کلونه کلونه په محکمو کې پرتې وي، مګر دغه خلک چې خپله قضيه د طالبانو قاضيانو ته وروړي او هغوی يې د هر ډول ستونزو سربېره په ډېر لنډه موده کې ورحلوي او اوس د طالبانو محاکم د ډېری افغانانو د هيلو پوره کوونکي ښکاري.

نيويارک ټايمز د کندهار ښار د يو اوسيدونکي حاجي خدای نور له قوله ليکلي، د دولتي محکمو د مراجعينو په پرتله د طالبانو د قضايي نظام مراجعين ډېر زيات دي او لامل يې دا ښودلي، چې دولتي قاضيان له خلکو پرېمانه رشوتونه غواړي، چې د خلکو په وس نه دي پوره، مګر طالبان بيا له هر ډول فيس او رشوت پرته د خلکو قضيې او دعوې ورحلوي.

امريکايي ورځپاڼه زياتوي، له کومو سيمو چې امريکايي عسکر وتلي، ډېری برخې يې اوس د طالبانو په لاس کې دي او خلک په ډېره خوښۍ خپلې قضيې د دوی محکمو ته وروړي او هغه سيمې چې د طالبانو په واک کې نه دي، د هغو سيمو خلک هم خپلې قضيې د طالبانو قاضيانو ته وروړي او طالبانو هم د دغو خلکو لپاره ګرځنده محاکم جوړ کړي دي.

نيويارک ټايمز زياتوي: «امريکا او نړيوالې ټولنې د افغانستان پر قضايي نظام له يو ميليارد زيات ډالر ولګول، مګر دغه قضايي نظام اوس هم د نړۍ په کچه تر ټولو زيات په اداري فساد ککړ نظام دی، حتا په پلازمېنه کابل کې هم دولت پر قاضيانو واک نه لري او که محکمه کې دې کار بند شي، نو ته اړ يې، چې د خپل کور، چرګې، هګۍ، غوا او نور شيان وپلورې، تر څو دې محکمه کې عريضه ومنل شي او د ژر حل تمه يې بې ځايه ده»

د نيويارک ټايمز په وينا د لويديزو هېوادونو له لوري د ګڼو روزنيزو قضايي کورسونو او خلکو سره د ښه تعامل درسونو د افغانستان قاضيانو ته هيڅ ګټه نه ده کړې او د روزنيزو کوروسونو لارښوونې يوازې په کتابونو پورې محدودوې پاتې دي.

د امريکا د بيننګنټن کالج يو پروفيسر نواه کوبرن نيويارک ټايمز ته ويلي: «موږ چې د افغانستان لپاره څه غوښتل، خبره د هغې سرچپه راووته»

نيويارک ټايمز د ګيلپ سروې له قوله ليکي، چې ۷۵ سلنه افغانان د هېواد پر قضايي نظام بې باوره دي او سره له دې، چې نوي ولسمشر اشرف غني هوډ کړی و، چې قضا به له فساده پاکوي، مګر تر اوسه داسې کوم څرک نه ليدلی کيږي.
سرچينه د ازادو منابعو له قوله وايي، چې افغان ولس له دولتي قضايي نظامه نهيلی دی او ورځ تر بلې د هغو خلکو شمېر په زياتېدو دی، چې خپلې دعوې او قضيې د طالبانو محکمو ته وروړي او د ښو هيلو تمه ترې لري.

« افغانان فکر کوي، چې ۱۹۹۶-۲۰۰۱م کال پورې د طالبانو نظام کې د فساد کچه د نشت برابر وه او يو شمېر يې په دې هيله دي، چې هېواد کې يې يو ځل بيا د طالبانو نظام واکمن شي؛ ځکه چې د طالبانو نظام اسلامي او د افغانانو له رواج او اصولو سره برابر و.»

نيويارک ټايمز د اندړو ولسوالۍ د يو ښوونځي استاد امان الله خان له قوله ليکلي، چې د هېواد په هيڅ ګوټ کې به داسې څوک پيدا نه کړې، چې دولتي قضايي نظام د طالبانو د نظام په پرتله غوره وبولي.

نيويارک ټايمز د کندز ولايت د ۶۵کلن سپين ږیري يقين خان له قوله وايي، چې ده خپلې خور ته د پلار په ميراث کې برخه نه ورکوله، مګر د طالبانو قاضيانو پرې ومنله، چې دی بايد خپلې خور ته ميراث کې بشپړه برخه ورکړي.

«زه اوس ډېر خوښ يم، ځکه الله تعالی ته مې غاړه خلاصه شوه او که دغه قضيه په دولتي نظام کې وای، نو ما به د رشوت په واسطه ځان خلاص کړی وای.»

ورځپاڼه د حقوقپوهانو له قوله ليکي، چې د افغانستان قاضيان او څارنوالان په قانون نه پوهيږي او سربېره پر دې ټول قضايي نظام په فساد هم ککړ دی.

د کندهار ښار کې مطيع الله خان عوض نومي سړي ته خپل کور په کرايه ورکړی و او عوض پرې د ملکيت دعوه کړې وه.
مطيع الله خان زرګونه ډالر په دولتي محکمو کې ولګول، مګر ټولې هڅې يې بې سوده وې او چې د خلکو په غوښتنه يې د طالبانو محکمه کې عريضه وکړه، نو په لنډه موده کې له هر ډول فيس، رشوت او ځورونې پرته د دوی مسئله ورحل او کور يې مطيع الله خان ته وسپاره.

نيويارک ټايمز زياتوي، چې د دولتي فاسد نظام له امله د کندهار ښار اوسيدونکي مطيع الله خان د طالبانو محکمې ته ورځي او دا يې يوه نمونه ده.

2
تبصره وکړئ

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
nasrullah
میلمه

ٹول چارواکی غله زانیان لواطت کاران دی

Naqib
میلمه

دغه یو واقعیت دی چی هیڅوک یی نشی پټولای . دولتی قاضیان د رشوت په مقابل کی هرناجایز کار جایز کوی
زه دی ته حیران یم چی دوی ته خو ډیر ایاتونه او حدیثونه معلوم دی لیکن هیخ پروا پری نکوی
خلک د پیسو لپاره اڅتطاف کوی نیول کیژی لیکن دوی پیا د هغی نه رشوت اخلی هیڅ ورته نه ویل کیژی
د شرم خبره ده