افغانستان

د بشري حقونو کمیسیون: کورنۍ د مېرمنو لپاره تر ټولو وحشي چاپیریال دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): د بشري حقونو په کمیسیون کې د ښځو د حقونو د برخې مسووله لطیفه سلطاني وايي کورنۍ د ښځو لپاره تر ټولو وحشي چاپیريال دی.

لطیفه سلطاني وايي چې له مېرمنو سره د شویو زور زیاتیو ټولې پېښې د سړیو له لوري په کورنیو کې شوې دي.

نوموړې دغه خبرې پرون – دوشنبه – د بشري حقونو او ډیموکراسي په نامه د مؤسسې له لوري په جوړ شوي سیمنار کې وکړې، دغه سیمنیار چې «د نارینه له نظره د ښځې حقونه» تر سرلیک لاندې جوړ شوی و، پر دې پکې ټينګار وشو چې نارینه باید له ښځو سره خپل چلند بدل کړي.

دا په داسې حال کې دی چې نن هم ځینو ښځو په نوې کابینه کې د خپلې پراخې برخې د غوښتو په خاطر لاریون ترسره کړ.

دغه لاریون چې په پلازمېنه کابل کې د ښځو چارو وزارت له دروازې د ارګ تر دروازې دوام درلود، ګډونوالو يې د ګډ حکومت په مشر نیوکه وکړه چې له ژمنې سره سم يې څلورو مېرمنو ته وزارتونه ورنه کړل.

د ګډ حکومت د پیل په لومړۍ ورځ د دې حکومت مشر اشرف غني له خپلې مېرمنې مننه وکړه او ويې ویل چې دی به د ښځو په برخه کې نوې لاسته راوړنې ولري.

د ګډ حکومت له پیل سره جوخت په دولتي ادارو کې د ښځو برخې ته پام کې.ي او ویل کېږي چې باید له کورنو را وایستل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hameed

دا دغرب(کفری دولتونو) یو له اهمو موخو نه ده چی په څه ‌ډول وکولای شی په افغانستان کی اوسنی سنتی کورنی نظام چی په افغانی جامعه کی ډیری کلکی پایی لری له منځه یوسی او غربی ډوله یی کړی په کوم کی چی نه خاوند له خپلی ماندینی د پوښتنی حق لری چی څه کوی او څه نه کوی او نه هم له خپلو ماشومانو بلکه هغوی د هر ناروا عمل په کولو کی آزاد دی کیسه کا چی یو وخت ابلیس علیه لعنه له خپلو نورو شیطانانو د روزمره کارونو راپور اخیسته نو مخکی لدی چی راپور واخلی اعلان… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x