نړۍ

غزې لپاره د م . م پلټونکي ټيم مشر استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): تېر کال جولايي مياشت کې پر غزه د اسراييلي ښکېلاکګرو د خونړيو بريدونو له امله د پېښې شوې مرګ ژوبلې په اړه ملګرو ملتونو د جنګي جرمونو د څېړلو په موخه د ويليم شاباس په مشرۍ يو درې کسيز پلاوړی تاکلی و، چې د جګړې په اړه د اسراييلو جنګي جرمونه وڅېړي، مګر اسراييلي حکومت د ياد پلټونکي پلاوي پر مشر ويليم شاباس تور لګولی، چې د فلسطيني ازادي غوښتونکو ډلو ملاتړ کوي.

ښاغلي شاباس د اسراييلو د تورونو له امله له خپلې دندې د استعفا ورکولو اعلان وکړ.

رويټرز خبري اژانس په خپل راپور کې وايي، چې ښاغلي شاباس خپل مرکزي دفتر ته په لېږل شوي، ليک کې څرګنده کړې، چې د جنګي جرمونو د څېړلو له امله اسراييلو پر ده تور لګولی او له دې وروسته دی نه غواړي، چې خپله دنده پر مخ بوځي؛ ځکه راتلونکې مارچ مياشت کې به د دغو پلټنو راپور ملګرو ملتونو ته وړاندې شي او کېدای شي د ده له امله اسراييل دغه راپور منلو ته زړه ښه نه کړي، نو دی غواړي، چې له خپلې دندې لاس پر شي.

ويليم شاباس وايي، چې اسراييل ځکه پر ده نيوکې کوي، چې ۲۰۱۲م کال کې يې د فلسطين ازادي غوښتونکو ډلو د غوښتنو قانوني ملاتړ کړی و او دا داسې يو مشوره او ملاتړ و، چې د نړۍ ګرد حکومتونه او بشري ټولنې يې مني، مګر اسراييل بيا هم پر ده نيوکې کوي او د فلسطين په ملاتړ يې تورنوي.

د ياونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو له خوا د درې کسيز پلټونکي پلاوي د ټاکل کېدو پر مهال اسراييلو د ښاغلي شاباس په ټاکل کېدو سختې نيوکې وکړې او هغه يې د اسراييلو په دښمنۍ او فلسطين په پلوۍ تورن کړ او زياته يې کړه، چې نوموړی بې پرې پلټنه نه شي کولای.

ښاغلي ويليم شاباس تېره ورځ خپل مرکزي دفتر ته د يو ليک په ترڅ کې څرګنده کړې، چې غزه کې د اسراييلو جنګي جرمونو څېړنه له دې وروسته ده لپاره يو ستونزمن کار دی او ښه به دا وي، چې دی نور له خپلې دندې استعفا ورکړي.

ويليم زياتوي: «زما په مشرۍ کې زموږ درې کسيز پلاوي ډېر کار کړی او اوس يوازې د خپلو خواريو لنډيز او ترتيب پاتې دی او دا کار زما نور همکاران هم کولای شي.»

د يادونې وړ ده، چې اسراييل د نړۍ هيڅ بشري قانون ته ژمن نه دي او په ښکاره وايي، چې نړۍ بايد د دوی له غوښتنو سره سم وچليږي او له همدې امله يې نړيوالې جنايي محکمه کې د فلسطين د عضويت مخالفت هم وکړ.

د پېښو څارونکي وايي، چې اسراييل دا هر څه د امريکا، کاناډا او اروپايي هېوادونو په سلام مشوره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x