افغانستان

مایک مولن: د امریکا او پاکستان اړیکي په انتهايي نازک پړاو کي دي

Adm_mike_Mullenنن ټکی آسیا: د امریکايي فوځ مشر جنرال مایک مولن ویلي چي د پاکستان او امریکا خپل منځي علاقات پر انتهايي نازک پړاو ولاړ دي.

د پاکستاني مطبوعاتو په وینا مایک مولن ویلي چي په فوځي اړیکو کي د زیاتوب هیڅ امکان نه لیدل کیږي، خو د اوسنیو اړیکو د ختمولو امکان هم نشته.

هغه امید څرګند کړ چي دواړه هیوادونه به ډیر ژر خپلي اړیکي بیرته نارمل حالت ته راولي.

د یادوني وړ ده چي د امریکا او پاکستان اړیکي د هغه وخت څخه خرابي شوي دي، کله چي پاکستان یو امریکايي جاسوس ریمنډ ډیوس په لاهور کي د دوو پاکستانیانو د وژلو وروسته ونیوی، او همداسي کله چي امریکا په پاکستان کي دننه د اسامه بن لادن پر کور باندي په خپل سري توګه عملیات وکړه، چي بیا د دواړو هیوادونو د زیاتو هڅو سره سره نه دي توانیدلی چي دا اړیکي بیرته خپل اولني حالت ته یوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x