امنیتي چارواکي: ۸ عسکر او ۷ پولیس وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۱۴مه ۱۳۹۳ل): دفاع او کورنیو چارو وزارتونه وايي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو په بریدونو کې د ملي اردو ۸ عسکر او ۵ پولیس وژل شوي.

د کورنیو چارو وزارت معین جنرال ایوب سالنګي ویلي چې د هلمند ولایت په سرتیري برید کې یو پولیس وژل شوی او بل ټپي دی.

دغه برید نن د سلواغې په ۱۴مه شاوخوا دولس بجې د کندهار – هرات پر لويه لار د هلمند د ګرشک او د کندهار د ميوند ولسواليو ترمنځ د عامه ساتنې پر پولیسو شوې.

ځايي سرچينې وايي، چي د بريد له امله دوه پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

داسې راپورونه هم ورکول شوي، چي بريد د پولیسو د اکمالاتي کاروان د قوماندان او مرستيال پر موټر شوی او دواړه په کې وژل شوي دي.

طالبانو ددغه برید مسوولیت پر غاړه اخېستی او زیاته کړې یې ده چې د دولتي عسکرو په موټریز کاروان یې سرتیری برید کړی دی. دوی په دې اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د طالبانو په بمي چاودنو کې د ملي اردو ۸ عسکر وژل شوي.

ظاهر عظیمي دا نه ده په ډاګه کړې چې یاد عسکر په کومه سیمه کې وژل شوي.

عظیمي همدا راز ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د شاهین په نوم عملیاتو کې یې ۱۹ طالبان وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي دي.

دفاع وزارت ویاند له قوله دولتي عسکرو همدا راز ۳۷ ماینونه کشف او خنثا کړي دي.

د عظیمي د اداعاوو په اړه طالبانو څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې طالبانو دغه ډول ادعاوې رد کړي دي.

همدا راز د کونړ ولایت امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخیلي ویلي چې د ناړۍ په ولسوالۍ کې په یوې بمي چاودنه کې د ملي اردو یو عسکر وژل شوی او ۱ بل ټپي شوی دی.

همدا راز د هرات ولایت د ښار په لویدیځه برخه کې وسه ‌والو د پولیسو په یوې پوستې برید کړی او یو پولیس یې وژلی او ۲ نور يې ټپیان کړي دي.

د هرات ولایت امنیه قومندانۍ ویاند عبدالرووف احمدي د پېښې د پخلي سربېره ویلي چې پېښه نن /سه شنبه، سلواغې ۱۴مه/ د هرات ولایت د ښار په ۱۰مه حوزه کې سهار وختي ۰۶:۳۰ بجې رامنځته شوې.

احمدي منلې چې په برید کې یو پولیس وژل شوی او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د یو بل خبر له مخې د هېواد په جنوب ولایت روزګان کې د طالبانو په یوه برید کې ۴ پولیس وژل شوي دي.

د روزګان ولایت د شهیدخاص (چارچینو) ولسوالۍ ولسوال محمد اسماعیل د پېښې د پخلي سربېره ویلي چې دولتي عسکرو طالبان محاصره کړي وو او د ۱۰ ساعته جګړې وروسته ۴ پولیس ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.

د چارچینو ولسوال د ۱ طالب د وژنې ادعا هم کړې او ویلي یې دي چې په نښته کې ولسي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
akram
میلمه
akram

تاسي ډیربلا خلک یاستی داتصویر هم ورسره ډیرمناسب ده