سوریه: پیل مرغ د موټرو ساتنه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۱۴مه ۱۳۹۳ل): هر چا به لیدلی وي چې خلک خپل ګران بیه شیانو ساتلو لپاره انضباط یا ساتونکی ټاکي خو د دې په اوریدو به حیران شئ چې په سوریه کې د یو کس پیل مرغ د نوموړي د ګران بیه موټرو ساتنه کوي.

د سوریې ۶۶ کلن اوسیدونکی محمد بدرالدین عرف ابو عمر زیات شمیر نادرې موټرې لري کوم چې نوموړی موزیم کې ایښودلو لپاره ټولې کړې وې.

دغو موټرو کې داسې موټرې هم شته چې د سوریې پوځیانو د تاریخ په اوږدو کې استعمال کړي وو او له هغې ورسته له دغو موټرو څخه ځینې تاریخي فلمونو جوړولو کې هم کار اخیستل شوی.

د کورنۍ جګړې له امله دغه موټر موزیم ته ندي انتقال شوي او ټول د ابو عمر کوڅه کې ځای پر ځای شوي. د دې موټرو ساتلو لپاره ابو عمر خپل پیل مرغ ګمارلی کوم چې په ښه ډول په خپل وظیفه عمل کوي.

د ابو عمر پیل مرغ هیڅ څوک هم نه پریږدي چې دغو موټرو ته نږدې شي. دغه پیل مرغ چې کله وویني کوم کس د موټر خوا ته روان دی نو ورپسې منډه کوي او د موټرو ساتنه کوي.

د ابو عمر په وینا دغه پیل مرغ له نوموړی سره د دې موټرو په ساتلو کې ډیره زیاته مرسته کړې.

ابو عمر د جګړې پای ته په انتظار دی تر څو وکولی شي یو ځل بیا د تیر په څیر د نادرو موټرو کاروبار پیل کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د