
پاکستان د «لشکر جنګوي» دوه کسان اعدام کړل
نن ټکی اسيا : (سه شنبه، سلواغې۱۴مه، ۱۳۹۳ل) : پاکستاني رسنيو خبر ورکړی چې کراچۍ کې د پاکستان حکومت ضد وسله والې ډلې «لشکر جنګوي» اړوند دوه کسان په دار وځړول شول.
د پاکستان حکومتي سرچينو ويلي چې دا دوه کسان د کراچۍ مرکزي زندان کې نن د سې شنبې په ورځ سهار وختي اعدام شول . سرچینو له قوله د اعدام شوو دوو کسانو نومونه عطاء الله او محمد اعظم ښودل شوي دي چې د دوی په وينا د لښکر جنګوي غړي وو . دوی ادعا کوي چې د لښکر جنګوي اړوند دغو دوو کسانو په «۲۰۱۱م» کال په جون مياشت کې د کراچۍ سولجر نومي بازار کې پر يوه شيعه ډاکټر علي رضا پيراني وژلی و.
د پښتونخوا په مرکز پېښور کې پر يوه ښوونځي د پاکستاني طالبانو له خوا د شوي بريد څخه وروسته د پاکستان حکومت ۲۲ کسان د «ترهګرۍ» په تور اعدم کړي دي.
پاکستان له ۲۰۰۸ز کال نه تر ۲۰۱۳ز کال پورې ټول دوه کسان اعدم کړي خو د پېښور تر بريده وروسته يې د اعدامونو لړۍ بيا تونده کړې.
پاکستان کې اوسمهال شاوخوا اته نيم زره بندنيان په اعدام محکوم شوي او ښايي د دوی له منځه هغه کسان چې د طالبانو یا نورو اسلامي ډلو سره د تړاو په تور نیول شوي، اعدام شي.