افغانستان

کنړ: د بهرنیانو په بمباریو او د هاوان په مرمیو ۷ تنه ملکي وګړي شهیدان شول

destroyed_home_by_nato_airstrikeنن ټکی آسیا: تیره ورځ په کنړ ولایت کې د بهرني ځواکونو په بمباریو او د هاوان مرمیو د لګیدو له امله ۷ تنه ملکي کسان شهیدان او یو بل ټپی شو.

د سیمي څخه عیني شاهدان وايي چي تیره ورځ دکنړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ د کمچۍ د سیمي په ناو کلي کي د بهرني ځواکونو الوتکو بمبار وکړ چي له کبله يې لږ تر لږه ۳ تنه مړه او یو بل ټپی شو.

عیني شاهدان وویل چي دا خلک ټول عام وګړي وه، او د بهرنیانو د بمباریو کومه خاصه پلمه هم نه وه.. او نه دطالبانو او بهرنیانو تر منځ کومه نښته شوې وه.

بلي خواته تیره ورځ د همدې ولسوالۍ د خونان په سیمه کې د هاوان د مرمیو د لګیدو له کبله ۴ تنه ملکي وګړي شهیدان شوې وه، او یو شمېر مالي زیانونه هم رسیدلی وه.

د عیني شاهدانو په وینا تیره ورځ د نامعلومي لوري څخه توغول شوي هاوانونه د ملکي خلګو پر کورونو ولګیدل چي له امله يې یاده مرګ ژوبله را منځته شوله.. په برید کي ځیني کورونه هم ویجاړ شوي دي.

تر اوسه دا نه ده معلومه شوې چي هاوانونه له کومي لوري توغول شوي دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x