پاکستان بیا هم له نیوزیلینډ څخه په ستر توپیر سره ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۱۴مه ۱۳۹۳ل): نن د پاکستان او نیوزیلینډ ملي لوبډلو تر منځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه وه چې دغه لوبه کې نیوزیلینډ د پاکستان لوبډلې ته په ۱۱۹ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د نیوزیلینډ لوبډل مشر وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. نیوزیلینډي لوبډلې غوره توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه او په ټاکل شوي پنځوس اورونو کې يي خپل ۵ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۶۹ منډې جوړې کړې.

نننۍ لوبه کې د نیوزیلینډ لوبډلې لپاره ویلیمسن په ۸۸ توپونو ۱۱۲ او ګپټېل په ۸۸ توپونو ۷۶ منډې جوړې کړې. دغه لوبه کې ټېلر په ۷۰ توپونو ۱۰۲ منډو جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

پاکستاني توپ اچووونکي د نیوزیلینډ لوبډلې توپ وهونکو په وړاندې پاتې راغلل. نننۍ لوبه کې د پاکستان لپاره محمده عرفان دوه ویکټې واخیستې. نوموړي خپل ۱۰ اورونو کې ۵۲ منډې ورکړې.

پاکستاني لوبډلې په ۴۳.۱ اورنو کې ۲۵۰ منډو جوړولو سره خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړ او دغه لوبه يي هم د تیرې لوبې په څیر ستر توپیر سره وبایلله.

د پاکستان لپاره محمد حفیظ په ۸۹ توپونو ۸۶ منډې، احمد شهزاد په ۶۲ توپونو ۵۵ منډې او مصباح الحق په ۵۱ توپونو ۴۵ منډې جوړې کړې.

د نیوزیلینډ لوبډلې ټول توپ اچووونکي غوره توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه او پاکستاني لوبغاړو ته يي د منډو جوړولو اجازه ورنکړه. نیوزیلینډ لپاره سوتي، میلني، میککلم او ایلیوټ دوه دوه ویکټې اخیستو سره ښه وځلیدل.

سوتي خپل ۸ اورونو کې ۵۲، میلني خپل ۸ اورونو کې ۵۲، میککلم خپل ۵ اورونو کې ۳۳ او ایلیوټ خپل ۴ اورونو کې ۳۵ منډې ورکړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د