fbpx

سیګار د افغان عسکرو د روزني د لګښتونو پټ اسناد افشا کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د څار اداره – سیګار – وايي چې په افغانستان کې مېشت امریکايي قومندانان د امریکا ولس له خپلو حالاتو نا خبره ساتي.

د سیګار په قول امریکايي قومندان د جګړې حالات پټ ساتي، څو په دې توګه د خپلې ناکامي او کامیابي اړوند خبرونه يې هم امریکايي ولس ته ونه رسېږي.

د همدې پټ ساتلو په خاطر امریکايي پوځي مشرانو په افغانستان کې د افغان عسکرو په روزلو؛ شوي لګښتونه هم پټ اعلام کړي او تر اوسه يې په دې اړه څه نه دي رسنیز کړي.

ورسره جوخت په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د څار ادارې رویټرز خبرې اژانس ته په لېږلي ایمیل کې لیکلي، چې دوی به په افغان عسکرو شوي لګښتونه ژر افشا کړي.

د دې ادارې ویاند رویټرز ته لیکلي چې دوی هغه اسناد تر لاسه کړي دي او له څېړنې وروسته به يې خپاره کړي.

امریکا له افغانستان سره په شویو مرستو کې د افغان امنیتي مسوولینو په روزنه، تمویل او مشوره کې پنځه شپېته میلیارده ډالر لګولي دي، چې په ټوله کې امریکا له افغانستان سره نږدې سل میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

د افغان عسکرو د روزلو په مرسته کې د امریکا شوي لګښتونه د ۲۰۱۴ ز کال په وروستیو کې پټ اعلام شول، ورسره جوخت د یاد کال په پای ته رسېدو سره د امریکا په مشرۍ د ناټو پوځي ماموریت پای ته ورسيد.

سره له دې چې امریکا د افغان عسکرو په روزنه پرېمانه لګښت کړی دی، خو لا هم د ډېری افغان عسکرو د ټوپک شپېلۍ د خپلو روزونکو سینو ته برابرېږي، چې د امریکا په ګډون د نږدې ټولو بهرنیانو لپاره لوی سرخوږی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د