وینډوز سمارټ فونونه به سبا ورځ وینډوز ۱۰ ته اپګریډ شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۱۴مه ۱۳۹۳ل): مایکروسافټ کمپنۍ غواړي نږدې راتلونکي کې خپل نوی وینډوز کاروونکو ته وړاندې کړي کوم چې د ټکنالوژي برخې څیړونکو په وینا د ډیرو کاروونکو توجه به ځانته جلب کړي.

تر اوسه لا نده معلومه چې د مایکروسافټ لخوا جوړ شوی وینډوز ۱۰ به کله کاروونکو ته وړاندې کیږي خو د ځینې راپورنو پر بنسټ دغه نوی وینډوز به د فبروري میاشتې په ۴مه وینډوز سمارټ فون کاروونکو ته به وړاندې شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د جنوري میاشتې په ۲۱مه د مایکروسافټ کمپنۍ یو جګپوړی مشر ویلي و چې د دغې کمپنۍ نوی وینډوز د سمارټ فون لپاره به دوه یا څلورو اونیو کې وړاندې شي.

د مایکروسافټ کمپنۍ ځینې کارکوونکي رسنیو ته ویلي چې دغه کمپنۍ غواړي د روان میاشت په ۴مه د ټول وینډوز فون اپریټنګ سیسټم د دغې کمپنۍ نوی اپریټنګ سیسټم یعني وینډوز ۱۰ ته اپګریډ کړي.

خو د مایکروسافټ کمپنۍ لا تر اوسه په رسمي بڼه دغه راپور نه دی تایید کړی او په دې هکله يي څه ندي ویلي. خو بیا هم امکان لري چې د وینډوز نوی بڼه د سمارټ فون کاروونکو ته سبا ورځ وړاندې شي.

ټول کاروونکي د مایکروسافټ کمپنۍ نوی وینډوز په اړه معلومات لري خو دغه کمپنۍ سمارټ فون لپاره خپل نوی وینډوز پټ ساتلی چې تر اوسه کاروونکي نه پوهیږي چې د دغې کمپنۍ نوی وینډوز به کومې ځانګړتیاوې ولري.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حمیم غزنوی
میلمه
حمیم غزنوی

محترم ویندوږ ۱۰ خو وختی خلکو ته وړاندی شوی ده ډاونلوډ کولو لپاره یی دا لینک باندی کلیک کړی
http://windows.microsoft.com/en-us/windows/preview-iso