افغانستان

کنړ: د بهرنیو ځواکونو الوتکه د طالبانو په ډزو را وغورځیدله

copter_afgنن ټکی آسیا: طالبانو نن د کنړ په ولایت کي د بهرنیو ځواکونو یو هلیکوپتره الوتکه را وغورځوله.

په کابل کي د ایساف رسنیز مرکز ددې خبر پخلی کړی، او زیاته کړې چي ددوی یوه الوتکه نن د افغانستان په ختیځ کې د وسلوالو مخالفینو له خوا په نښه شول، او را وغورځیده، خو په الوتکه کي سپاره کسانو ته کوم ډول زیان نه دی رسیدلی، او هغو تر خوندي ځایونو پوري رسول شوي دي.

او د پيښي په اړه يې تحقیقات پیل کړي دی.

خو د کنړ ولایت څخه د طالبانو چارواکو ویلي چي نن د دوشنبې په ورځ سهار وختي ددوی ملګرو د بهرنیو ځواکونو یوه هلیکوپتره په راکټ وویشتل چي سمدستي را نسکوره سوله، او په کښي ناست سپاره بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله ورسیده.

د خبر له مخي دغه الوتکه د د کنړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ په ننګلام سیمه کي را غورځیدلې.

د سیمی څخه عیني شاهدینو ویلي چي الوتکه تر ډیره په هوا کي ګرځیدل او اورونه پر بل وه، چي بیا وروسته را وغورځیده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x